ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بلخ مېرمنې په ښځينه چاپېريال کې کار کول غواړي

د بلخ مېرمنې په ښځينه چاپېريال کې کار کول غواړي

author avatar
22 Dec 2014 - 20:33
د بلخ مېرمنې په ښځينه چاپېريال کې کار کول غواړي
author avatar
22 Dec 2014 - 20:33

مزارشريف (پژواک، د مرغومي لومړۍ نېټه٩٣): د شمال زون د بشر حقوقو دخپلواک کمېسيون له خوا د کارکوونکو مېرمنو په اړه شوې سروې په ډاګه کوي، چې ناکافي عايد او د کار زيات فشار په مزارشريف ښار کې د کاريګرو مېرمنو له ټولو جدي ستونزې دي.

د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې نن د مرغومي په لومړۍ نېټه،د شمال زون د بشر حقوقو د خپلواک کمېسيون له خوا د يوې غونډې په ترڅ کې د يادې سروې په اړه معلومات له رسنيو سره شريک شول.

دغه سروې د ياد کمېسيون په ملاتړ د دغه ښار د مدني ټولنې د دوو فعالو ځوانانو سيد علي موسوي او مختار وفايي له خوا ترسره شوې ده.

موسوي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ياده سروې د مزارشريف ښار له ۱۵۰ کارکوونکو مېرمنو سره، چې ۴۳تنه يې دولتي کارکوونکې ، ۸۵تنه يې د موسسو او خصوصي شرکتونو کار کوونکې او ۲۲تنه يې د شخصي کاروبار لرونکې دي، د تېرو ۴۵ورځو په ترڅ کې ترسره شوې ده.

نوموړي زياته کړه، سروې په ډاګه کوي چې د مزارشريف ښار ۴۱سلنه کار کوونکې مېرمنې خپل ټول عوايد پرته له دې چې پانګه يې کړي، په کورنۍ يې لګېږي.

يادې سروې په ډاګه کوي،ډېری کارکوونکې مېرمنې هيله لري، چې په پوره ښځينه چاپيريال کې کار وکړي. همداراز ځينې کارکوونکې مېرمنې له خپلو حقوقو په ځانګړې توګه د کار پر مهال د رخصتيو له ډولونو ناخبره دي.

سروې ښيي،چې ۵۹ سلنه کارکوونکې مېرمنې د خپل کار له حالت څخه خوښې او پاتې يې ناخوښې دي.

همداراز ۷۸،۵سلنه مېرمنې ناکافي عايد، ۵۱سلنه مېرمنې د کارزيات فشار، ۸سلنه مېرمنې لفظي تاوتريخوالی، ۱،۵سلنه مېرمنې جنسيتي تبعيض، ۸سلنه مېرمنې ناامني او ۸سلنه مېرمنې دغه ټولې برخې د خپل کار د ناخوښۍ لامل ګڼي.

۶۲،۷سلنه کارکوونکو مېرمنو څخه د هغوی کورنۍ د دوی د کار کولو له امله راضي دي ، خو د خلکو د خبرو له امله ۵۵،۳سلنه کورنۍ او د کارکوونکو ښځو د نشتوالي له امله په کور کې د ستونزو پيدا کېدو له امله ۴۶،۴سلنه کورنۍ د کارکوونکو مېرمنو له کار کولو ناراضه دي.

همداراز ياده سروې د کار په چاپيريال کې د کار کوونکو مېرمنو پر وړاندې د سړيو د چلند په اړه هم ځينې رازونه افشا کوي.

سروې په ډاګه کوي، چې د کارکوونکو مېرمنو په چاپيريال کې شامل ۴۱سلنه سړي پر ښځو زړه خوږی کوي، ۳۱سلنه سړي ورسره ناسم چلند کوي او ۲۸سلنه سړي يې درناوى کوي.

همدالامل به وي، چې په شوې سروې کې ۶۲سلنه کارکوونکو مېرمنو ويلي، چې په داسې چاپيريال کې کار کول خوښوي، چې سړي ورسره نه وي.

د سروې په پای کې د وړانديز په توګه له دولت او مدنې ټولنې څخه غوښتنه شوې، چې د کاريګرو مېرمنو د حقوقو او دندو د پېژندنې په برخه کې له دوی سره بايد مرسته وشي او په ټولنه کې د مېرمنو د کار د فرهنګ په دودولو کې مرسته وکړي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.