ژبه

تېر کال افغانستان کې نږدې ۲۱۶۰۰ نوې مدرسې او ښوونځي جوړ شوي

توسط احمدشاه عرفانیار

سپتمبر 11, 2024 - 4:04 pm

Views: 191

کابل (پژواک، ۲۱ وږی ۱۴۰۳): پوهنې وزارت وایي، تېر کال هېواد کې ۳۱۶ نوي ښوونځي او څه باندې ۲۱۰۰۰ مدرسې او د اسلامي زده‌کړو مرکزونه جوړ شوي، څه باندې ۱۶ میلیون ټوکه کتابونه ښوونځیو او نږدې یو میلیون ټوکه نور د اسلامي زده‌کړو مرکزونو ته چاپ شوي دي.

د یاد وزارت د اسلامي زده‌کړو مرستیال مولوي کرامت‌الله اخندزاده نن په کابل کې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې د دولتي ادارو د یو کلنو لاسته‌راوړنو تشریح پروګرام کې د دغه وزارت د یو کلنو کړنو راپور وړاندې کړ.

هغه وویل چې تېر کال دولتي او خصوصي ښوونځیو ته نږدې ۱.۵ میلیونه نوي زده‌کوونکي جذب شوي، چې په دې سره په دولتي او خصوصي ښوونځیو کې د زده‌کوونکو شمېر څه باندې ۱۰ میلیونه او ۹۱۴ زرو ته رسېدلی دی.

ده زیاته کړه چې په یاده موده کې د هېواد په کچه ۱۰۶ دولتي او ۲۱۰ خصوصي ښوونځي نوي تاسیس شوي چې په دې سره د دولتي او خصوصي ښوونځیو ټولیز شمېر ۱۸۳۳۷ ښوونځيو ته لوړ شوی دی.

د ده په وینا، تېر کال ۱۲۳ ښوونځي او ۱۵۹ محلي ټولګي د کوچیانو ماشومانو ته ځانګړي شوي چې اوسمهال په کې نږدې ۴۲ زره ماشومان پر زده‌کړو بوخت دي.

مولوي کرامت‌الله اخندزاده وویل: «تېر کال، له لومړي څخه تر دوولسم ټولګي پورې ۱۶ میلیونه ۱۸۸ زره او ۹۳۹ ټوکه درسي کتابونه، د اسلامي زده‌کړو د مرکزونو لپاره مو ۶۱۷ زره او ۹۷۸ ټوکه درسي کتابونه او د سواد زده‌کړې ۲۹۴ زره او ۶۴۱ ټوکه کتابونه مو چاپ کړي او وېشلي مو دي.»

هغه زیاته کړه: «تېر کال لله‌الحمد، د هېواد په کچه د ۱۹۶۶۹ مدرسو، ۱۲۷۷ دارالحفاظونو، ۱۱۵ دارالعلومونو او ۳۹ دارالایتامونو په ګډون د اسلامي زده‌کړو ۲۱۲۵۷ مرکزونه جوړ شوي چې درې میلیونه ۶۸۷ زره او ۲۰۰ تنه په کې پر اسلامي زده‌کړو بوخت دي.»

د ده په وینا، د دوولسم ټولګي فارغانو ته ۳۰۳ زره شهادتنامې وېشل شوې دي، د ۲.۹ میلیون فارغانو نتایج په الکترونیکي سيسټم کې ثبت شوي، د ښوونځیو، مدرسو او اداري دفترونو د جوړولو لپاره ۸۰۴ جریبه ځمکه تدارک شوې، په ولایتونو کې ۶۵۰ ښوونځيو او مدرسو ته ودانۍ جوړې او د ۱۵۰۰ نورو ښوونځيو او مدرسو ودانۍ ترمیم شوې دي.

د پوهنې وزارت د اسلامي زده‌کړو مرستیال وویل چې په ښوونیزو بنسټونو کې د ازموینو کیفیت د ښه‌والي په موخه، د معیاري ازموینو بورډ او د معیاري پوښتنو بانک رامنځته شوی، د پوهنې قانون مسوده چمتو شوې، د مدرسو د تاسیس او د جهادي مدرسو رامنځته کولو قوانین نافذ شوي او د لا زیاتو همکاریو د جلبولو په موخه له کورنیو او بهرنیو بنسټونو سره د همکارۍ ۱۹ هوکړه‌لیکونه لاسلیک شوي دي.

هغه زیاته کړه چې دغه وزارت سږ کال په پام کې لري چې یو میلیون زده‌کوونکي جذب، ۱۵۰ ښوونځي او ۱۵ زره د اسلامي تعلیماتو نوي مراکز ایجاد، کلیوالو مدرسو ته لس میلیون کتابونه چاپ او د اسلامي تعلیماتو په مراکزو کې ۳۰ زره بستونه ایجاد کړي.

د پوهنې وزارت ویاند قاري منصوراحمد حمزه، له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځيو د بيا پرانیستې په اړه د پژواک خبري اژانس د پوښتنې په ځواب کې وویل: «په دې هکله باندې مرکزي ویاند صاحب، مجاهد مولوي صیب بار بار وضاحت ورکړی، موږ هم پر هغو اکتفا کوو او تر امر ثاني پورې به معطل وي.»

د ۱۴۰۱ د وري میاشتې په لومړیو کې ښوونیز کال پیل؛ د افغانستان سرپرست حکومت په هماغه ورځ د نجونو منځنیو ښوونځیو او لېسو زده‌کړې او د همدغه کال په مرغومي مياشت کې د نجونو لوړې زده‌کړې تر امر ثاني پورې وځنډولې.

د اسلامي امارت چارواکو ویلي چې د نجونو زده‌کړې په موقتي ډول ځنډول شوې دي او د شرایطو په برابرېدو سره به پیل شي.