ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ايران ته د ٢١٨ کيلوګرامه نشه يي توکو د لېږد مخه ونيول شوه

8 Dec 2014 - 15:23
8 Dec 2014 - 15:23

زرنج (پژواک ١٧ لېندۍ ٩٣): د نيمروز ولايت پوليسو ٢١٨ کيلوګرامه نشه يي توکي چې په يوې څاه کې ځاى پر ځاى شوي وو، کشف او ترلاسه کړي دي.

د نيمروز امنيه قوماندان مل پاسوال محمدقسيم جنګلباغ وايي چې دغه اندازه نشه يي توکي د ايران له سرحد سره نږدې په کنګ ولسوالۍ کې د پوليسو د يو لړ عملياتو په ترڅ کې نيول شوي دي.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دغو توکو کې ١٣٩ کيلوګرامه ترياک او ٧٩ کيلو چرس شامل دي چې قاچاق وړونکو په يوه څاه کې ساتل.

د نيمروز امنيه قوماندان زياته کړه چې قاچاق وړونکي سيمې ته د پوليسو په رسېدو سره تښتېدلي، خو پوليسو يې په اړه پلټنې پيل کړې دي.

جنګل باغ زياته کړه، کنګ ولسوالۍ له ايران سره پر پوله پرته ده نو قاچاق وړونکو هم هوډ درلود دغه نشه يي توکي ايران ته ولېږدوي.

د نيمروز پوليسو همدارنګه په کنګ ولسوالۍ کې د لېندۍ مياشتې په پيل کې ٥٢٥ کيلوګرامه نشه يي توکي چې ايران ته لېږدول کېدل هم کشف کړي وو او په اړوند يې دوه قاچاق وړونکي ونيول.

د کنګ ولسوال جمعه علمي وويل چې ډېرى وخت نشه يي توکي د اصلي قاچاق وړونکو له لوري نه وړل کېږي، بلکې د څو پيسو په بدل کې د خلکو له لوري وړل کېږي.

هغه زياته کړه چې نيول شوي توکي د امنيې قوماندانۍ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې په مديريت کې دي او وروسته بيا سوځول کېږي.

سيمه ييز چارواکي وايي چې نشه يي توکي تر ډېره بريده له سوېلي په ځانګړي ډول له هلمنده راوړل کېږي او نيمروز د پراخو دښتو په درلودو سره همېشه ايران ته د نشه يي توکو د لېږد د پل په توګه کارول کېږي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version