ميدانښار ( پژواک د مرغومي لومړۍ نېټه ۹۳) : د ميدان وردګو چارواکي وايي چې د ۲۳ لنډ او اوږد مهاله قراردادونو څخه يې شاوخوا شپږ ميليونه عوايد راټول کړي دي.
د دغه ولايت د کانونو رييس فضل باري د مرغومي په لومړۍ نېټه، پژواک خبري اژانس سره په يوه مرکه کې وويل چې د روان مالي کال په ترڅ کې دوی له بېلابېلو شرکتونو سره د کانونو په برخه کې ۵ اوږد مهالې او ۱۷ لنډ مهالې قراردادونه کړي وو.
هغه زياته کړه، چې د ۲۳ زرو ټنو په اندازه يې د دايميردادو او ۳۰ زره ټنو په اندازه يې د مرکزي بهسودو د کچو درې قراردادونه له شرکتونو سره کړي و .
د نوموړي په وينا، د ۱۵ زرو ټنو په اندازه يې له يوه بل شرکت سره د مرمرو ډبرو بل قرارداد د بهسودو په لومړۍ برخې ولسوالۍ کې ترسره کړی و او همدا راز د نږدې ۵۲ زره متره مکعب په اندازه يې د ساختماني موادو قرار دادونه هم ترسره کړي وو.
د کانونو رييس وايي چې که څه هم د مستوفيت له لوري ورته نږدې څلور ميليونه افغانۍ او د کانونو وزارت له لوري ورته نږدې پنځه ميليونه افغانۍ د عوايدو ترلاسه کولو هدف ټاکل شوی و ، خو دوی نږدې شپږ ميليونه عوايد راټول کړي دي.
فضل باري وويل چې په دغه ولايت کې ګڼ شمېر د بېلابېلو قيمتي توکو کانونه شته او شرکتونه هم لېوالتيا لري،چې له دوی سره پرې د کار کولو قرارداد وکړي، خو امنيتي ستونزې يې مخنيوی کوي .
ده زياته کړه، چې که امنيتي ستونزې نه وي، نو د دوى عوايد به په يوه کال کې له شپږ ميليونو څخه ١٨ ميليونو ته لوړ شي.
د کانونو رييس وايي چې اوس مهال يې له يوه شرکت سره د پنځو کلونو لپاره د قرارداد چارې پيل کړي، چې په ياده موده کې به د ۹۵ زره ټنو په اندازه د مرمو ډبرې وباسي .
هغه زياتوي، دغه شرکت به په ياده موده کې نږدې پنځه ميليونه افغانۍ يواځې په قرارداد شوي کان پانګه اچونه وکړي او د تړون له مخې به د دوه سوه زرو افغانيو په ارزښت په سيمه کې د خلکو په غوښتنه ټولنيز کارونه ترسره کړي.
د دايميردادو ولسوالۍ يوتن اوسېدونکي محب الله پژواک ته وويل چې په دغه ولسوالۍ کې له کان کيندونکو څخه له دولت سربېره وسله وال طالبان هم عوايد اخلي، نو له دې امله د کانونو شرکتونه له دولت څخه په کمه بيه قراردادونه نيسي .
د يادونې ده چې په ميدان وردګو ولايت کې ۴۳ کانونه کشف شوي،چې چارواکي په سمه توګه ترې د ګټه اخيستلو په ترڅ کې د دغه ولايت د عوايدو لپاره تر ټولو زياته سرچينه بولي .
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن