ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د مور او ماشوم د مړينې مخنيوي ته دې لومړيتوب ورکړل شي”

28 Dec 2014 - 12:14
28 Dec 2014 - 12:14

کابل (پژواک، ٧ لېندۍ ٩٣): د عامې روغتيا پخوانۍ وزيره وايي چې د ډېرو ستونزو او پر له پسې هڅو سربېره ، د دې وزارت په پنځه کلنه کاري دوره کې د زېږون پر مهال د ميندو په مړينه کې ٨٠ او تر پنځو کلونو د ښکته ماشومانو په مړينه کې تر ٦٠ سلنه کموالى راغلى دى.

ثريا دليل وايي چې د عامې روغتيا د وزيرې په توګه په ١٣٨٨ کال کې د خپل کار د پيل پر مهال په هرو ٢٧ دقيقو کې په افغانستان کې يوې مېرمن د زېږون پر وخت خپل ژوند له لاسه ورکاوه، خو له شاوخوا پنځو کلونو کار وروسته يې د ميندو ياده مړينه په هرو دوو ساعتونو کې يوې ته را ټيټه شوه.

دليل له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل چې پنځه کاله مخکې ٢٥ سلنه ماشومان له پنځه کلنۍ وړاندې مړه کېدل، خو اوسمهال دغه شمېر ١٠ سلنې ته راښکته شوى دى.

دليل د ميندو د مړينې دغه شمېره د “خاموشې تراژيدۍ” په نوم ياده کړه او ويې ويل چې د عامې روغتيا وزارت نوى مشرتابه بايد د ماشومانو او ميندو د مړينې کچې کمښت ته چې د کورنيو د پاشلو لامل ګرځي، لومړيتوب ورکړي.

نوموړې زياته کړه: ((د مېز پر سر زيات شمېر کارونه شته، خو د ادارې ظرفيت او امکاناتو ته په پام سره بايد لومړيتوبونه وټاکل شي. کله مې چې د عامې روغتيا وزارت مسووليت پر غاړه و، زيات لومړيتوب مې د ماشومانو او ميندو د مړينې پر کمېدو متمرکز و.))

هغې سينه بغل، نس ناستى او نورې ناروغۍ لکه شرى، ديفتري، توره ټوخله او خوارځواکي د ماشومانو د مړينې د عمده لاملونو په توګه ياد کړل او ويې ويل چې له دې امله يې دغو ناروغيو ته کاري لومړيتوب ورکړى و چې د واکسين له لارې يې وقايه او مخنيوى کېدلى شو.

د افغانستان د عامې روغتيا وزارت اوسمهال د ماشومانو نري رنځ، شريو، ګوزڼ، ديفتري، تيتانوس، تور ټوخى، انفلونزا، تور زېړي او سينه بغل ناروغيو لپاره واکسين تطبيقوي.

د عامې روغتيا وزارت د مخکنۍ وزيرې د معلوماتو له مخې، مخکې له دې چې نوموړې دا دنده پر غاړه واخلي، په هر سل زره ژونديو ولادتونو کې، په منځني ډول ١٦٠٠ ميندې مړې کېدې او اوسمهال د ميندو د مړينې دغه اندازه ٣٢٧ ته راټيټه شوې ده.

نوموړې د ميندو د مړينې د دې کموالي لامل له سترو ښارونو نورو ولايتونو ته د قابلګۍ د زده کړو پراختيا وبلله.

د دليل په خبره، هغه نجونې چې په ښارونو کې د قابلګۍ زده کړې کوي، دې ته نه حاضرېږي چې په لرې پرتو سيمو کې کار وکړي، په همدې سبب د عامې روغتيا وزارت د ولسواليو له کچې مېرمنې وټاکلې او هغوى ته يې د قابلګۍ زده کړې وکړې چې د زېږون پر مهال يې د ميندو د مړينې د کچې پر کمېدو ډېر اغېز درلود.

کړنې او ننګونې

د عامې روغتيا مخکنۍ وزيرې وويل، په خپلو ټولو شته امکاناتو يې د ټول افغانستان د روغتيايي وضعيت د ښه کولو لپاره هڅه کړي او له خپلو ترسره کړو کارونو له زړه څخه خوښي څرګندوي. د يوې رڼې ادارې د جوړولو لپاره يې زياته هڅه کړې او حاضره ده چې د هر هغه يوه ډالر حساب ورکړي چې په تېرو پنځو کلونو کې د دغه وزارت په واک کې ورکړل شوي دي.

خو په ورته وخت کې يې د لومړي او دويم بست لپاره چې مديريتونه او رياستونه دي، د ملکي خدمتونو او اداري اصلاحاتو کمېسيون له خوا د کارکوونکو ورپېژندنه عمده ننګونې وبللې او ويې ويل چې د يوه مسلکي بنسټ په توګه د عامې روغتيا وزارت لپاره دغه ګومارنې ډېرې ګټورې نه وې.

هغې زياته کړه: ((د اداري اصلاحاتو د شکايتونو د اورېدو کمېسيون هم مسلکي درک نه درلود. په ځانګړي ډول د يوه مسلکي وزارت لپاره او دا خپله د وړ کسانو په ګومارنه کې يوه ننګونه وه. کله يې هم وخت نيوه، د بېلګې په توګه يو پست مې اعلاناوه، خو مياشتې وخت يې نيوه او حتى د يوه ولايت د عامې روغتيا رييس تر يو يا دوو کلونو پورې نه ټاکل کېده.))

يو بل کار چې مېرمن دليل د خپل ماموريت پر مهال سر ته رسولى، ولايتي روغتونونو ته د عامې روغتيا د يو بوديجوي واحد په توګه د واک ورکول و، څو د خپل اړتيا وړ تدارکات په کم وخت کې وپېري.

د عامې روغتيا د پخوانۍ وزيرې د معلوماتو له مخې، اوسمهال په ټول هېواد کې څه باندې ٢٠٠٠ روغتيايي مرکزونه او په همدې اندازه روغتونونه او کلينيکونه شته دي.

دليل زياته کړه چې د لګښت د معلوماتو سيستم رامنځته کول له نورو هغو کارونو څخه دى چې د خپل ماموريت پر مهال يې کړى او له مخې يې لګښتونه او پايلې څارل کېږي.

دليل په ورته وخت کې امنيتي ستونزې هم د نورو دولتي ادارو په څېر د عامې روغتيا وزارت پر وړاندې د پرتو خنډونو په توګه يادې کړې او ويې ويل چې د وزارت زيات کارونه يې ورڅخه اغېزمن شوي دي.

د دې په خبره، ډاکټران او نور روغتيايي کارکوونکي د شته امنيتي ننګونو او خطرونو له امله حاضر نه دي چې په لرو پرتو سيمو کې کار وکړي، پر روغتيايي ساختماني پروژو څارنه ولري او يا هم ورکشاپونه جوړ کړي، خو روزونکي نه دي توانېدلي چې هلته ولاړ شي.

دليل له نوي وزيره غوښتنه وکړه چې دغه ستونزه دې د داسې روغتيايي پرسونل په روزلو لرې کړي چې په خپلو او د هېواد په لرو پرتو سيمو کې کاري ژمنتيا ولري. خو وزيرې پر دې سربېره وويل چې اوسمهال د هېواد لرې پرتې سيمې کلينيکونه لري او محدود روغتيايي خدمات وړاندې کوي.

شخصي ژوند

ثريا دليل په ١٣٧٠ لمريز کال کې د کابل طبي پوهنتون له معالجوي څانګې فارغه شوې ده. هغې په ١٣٨٨ لمريز کال کې د عامې روغتيا د وزيرې په توګه کار پيل کړ او د ١٣٩٣ لمريز کال د لېندۍ په لسمه له خپلې دندې ګوښه شوه.

مېرمن دليل د دې پوښتنې په ځواب کې چې په وزارت کې د دندې له پاى ته رسېدو وروسته غواړي څه وکړي؟ وويل: ((غواړم خپل سياسي فعاليت ته ادامه ورکړم او د هغه ځواک برخه شم چې افغانستان ته کار کوي.))

مېرمن دليل واده کړى، درې لوڼې لري چې مشره لور يې ١٨ کلنه ده.

د عامې روغتيا پخوانۍ وزيره له فوټبال لوبې سره لېوالتيا لري او تر څنګ يې چې کله وزګاره شي، نو موسيقي اوري، خو هغه هم د استاد محمدحسين سراهنګ او احمد ظاهر څو محدودې سندرې دي.

تر څنګ يې هم کله چې وخت پيدا کړي، نو د مولانا جلال الدين محمد بلخي او فروغ فرخزاد شعرونه لولي او په شعرونو کې يې د يوه اباد افغانستان لپاره خپله هيله په ژبه راوړي.

“با هر دلى که شاد شود شاد ميشوم – آباد هرکى گشت من آباد می شوم”

د مېرمن دليل يوه تر ټولو زړه را ښکونکې خاطره د خپلې دندې پر مهال د کندهار ولايت معروف ولسوالۍ ته سفر دى چې ولسوال د مېرمن دليل د نه پېژندلو له امله له خپلو کارکوونکو وپوښتل چې :”د دې عاجزې نوم څه شى دى؟”

 

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version