ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خېوه کې ښوونکو ته د ځمکو د نومرو وېش پيل شو

3 Jan 2015 - 16:23
3 Jan 2015 - 16:23

جلال اباد( پژواک، ١٣ مرغومى ٩٣): د ننګرهار په خېوې ولسوالۍ کې ٧٠٠ ښوونکو ته د ځمکو د نومرو د وېش لړۍ پيل شوه.

د ننګرهار د پوهنې رياست مطبوعاتي مسوول محمداصف شينواري،پژواک خبري
اژانس ته وويل چې  د ځمکو يادې نومرې د خېوې په مرکز کې پر ښوونکو وېشل کېږي.

د پوهنې سرپرست وزير محمداصف ننګ په دې اړه په جوړو شويو مراسمو کې وويل، چې په دې  ښارګوټي کې د ځمکو نومرو د وېش پيل ځکه بختور دى، چې د اسلام د ستر پيغمبر حضرت محمد( ص)  د زوکړې له ورځې سره سم پيل شو.

د ده په وينا، ياد وزارت پر داسې يو پروګرام کار کوي، چې له مخې به يې ښوونکو ته پر يادو نومرو د کور جوړولو لپاره اوږدمهاله پورونه هم ورکړل شي.

 ده د ننګرهار خلکو ته ډاډ ورکړ، چې په دې ولايت کې به د ښوونکو د کمښت ستونزه په لنډ وخت کې هواره کړي.

 بله خوا د ننګرهار مرسيتال والي محمدحنيف ګرديوال هم په ياد ښارګوټي کې ښوونکو ته د ځمکو د نومرو پر وېش خوښي څرګنده کړه او ويې ويل،  په هغو ولسواليو کې چې د ښوونکو لپاره  په کې  ښارګوټي  په پام کې نيول شوي ،ځايي چارواکو ته  لارښوونه  شوې  چې د دغو ښارګوټو پر وړاندې پرتې ستونزې له منځه يوسي.

د ننګرهار د پوهنې رييس پوهندوى الله داد اسماعيليزي وويل چې په ننګرهار ولايت کې تر اوسه د ښوونکو لپاره ١١ ښارګوټي په پام کې نيول شوي، چې په کې يو شمېر ښوونکو ته نومرې وېشل شوي او د نورو اداري چارې د بشپړېدو په حال کې دي.

 د ښوونکو د ټولنې مشر معلم عاشق الله ، په نننيو مراسمو کې د ښوونکو په استازيتوب له پوهنې وزارت او نورو اړوند ادارو مننه وکړه چې ښوونکو ته يې د ځمکو د نومرو د تر لاسه کولو زمينه برابره کړې ده.

 

Views: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version