پل علم (پژواک، ٢١ تله ٩٩): د لوګر د مرکز پل علم اړوند نږدې زرو ښوونکو ته له کلونو ځنډ وروسته په عملي ډول د استوګنې نومرو د وېش لړۍ پیل شوه.
د لوګر د پوهنې ریاست مسوولین وایي، یاد ښارګوټی د پل علم شمال لوېدیځ ته د شېروازې په سیمه کې دولتي پوهنتون ته څېرمه موقعیت لري چې ۳۵۰ جریبه ځمکه ورته ځانګړې شوې ده.
د لوګر د پوهنې ريیس نثاراحمد سعیدي وویل، دغه ښارګوټی ۹۹۷ د استوګنې نومرې لري چې یواځې په مرکز پل علم پورې اړوند مستحقو ښوونکو ته په وړیا ډول ورکول کېږي.
د نوموړي په وينا، په دغه ښارګوټي کې د ژوندانه لازمې اسانتیاوې لکه سړکونه، ښوونځي، کلینیکونه، جوماتونه، تجارتي ساحې او شنې سیمې په پام کې نیول شوي دي.
د لوګر د پوهنې ريیس وویل چې په دغه ښارګوټي کې ښوونکو ته د نومرو د وېش لړۍ شفافه ده او ټولو مستحقو ښوونکو ته به د ټاکل شوي کمېسیون له خوا نومرې ووېشل شي.
هغه له ټولو ښوونکو غوښتنه وکړه چې پر خپلو نومرو کورونه جوړ کړي او پر نورو کسانو یې له پلورلو ډډه وکړي.
د لوګر د ولایتي شورا ريیس حسیب الله ستانکزي د پل علم پر ښوونکو د نومرو پر وېش خوښي وښوده او ویې ویل چې له کلونو راهیسې ښوونکو د نومرو غوښتنه کوله او دا د خوښۍ ځای دی چې په عملي ډول دا کار پیل شو.
دغه راز د لوګر والي محمد اجمل شاه پور پل علم کې د ښوونکو د ښارګوټي په پرانیستل کېدو خوښي وښودله او زیاته یې کړه چې نن به د پل علم مستحقو ښوونکو ته د ټاکل شوي کمېسیون له خوا عملآ د نومرو اسناد ورکړل شي.
بل لور ته د پل علم ښوونکي د نومرو پر وېش خوښي څرګندوي او وایي چې له کلونو راهیسې یې د نومرو غوښتنه کوله او دا د خوښۍ ځای دی چې په عملي ډول دا کار پیل شو.
د مرکز پل علم د عمر فاروق لېسې سر ښوونکي لطف الله ستانکزی وایي چې ښوونکو ته د ژوندانه اسانتیاوې برابرول د دوی پر روحیې اغیزه کوي او لاهڅول کېږي چې زده کوونکو ته ښه تدریس وکړي.
د یادونې ده، تر دې وړاندې د محمدآغې، خوښۍ او بره کي برک ولسوالیو د ښوونکو ښارګوټي هم پرانیستل شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن