ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له سيد جمال الدين افغان پوهنتون څخه لسګونه محصلين فارغ شول

8 Jan 2015 - 18:52
8 Jan 2015 - 18:52

اسعداباد (پژواک ١٨ مرغومى ٩٣): د کونړ سيد جمال الدين افغان پوهنتون څخه په دويمه دوره کې له  درېيو پوهنځيو نه ۲۴۳ محصلين فارغ شول.

د سيد جمال الدين افغان پوهنتون رييس ميراحمد حامد وايي، دا پوهنتون چې پنځه کاله وړاندې تاسيس شوى، په دويمه دوره کې د کرنې، شرعياتو او تعليم او تربيه پوهنځيو څخه د درې ښځينه محصلينو په ګډون  ۲۴۳ محصلين فارغ شول.

نوموړي زياته کړه، د سيد جمال الدين پوهنتون اوسمهال پنځه پوهنځي لري، چې ۳۵۰۰ محصلين په کې په زده کړو بوخت دي او ټاکل شوې، چې په راتلونکي تعليمي کال کې ۱۲۰۰ نوي محصلين جذب کړي او د مسافرو محصلينو لپاره ليليه هم فعاله کړي.

د کونړ والي شجاع الملک جلاله بيا له فارغو محصلينو وغوښتل، چې په دې زده کړو بسنه ونه کړي او خپلو لوړو زده کړوته دوام ورکړي، ترڅو په هېواد کې روان جهالت پاى ومومي.

ده زياته کړه، هغه محصلين چې فارغ شوي، بايد د ټولنې د پرمختګ لپاره کار وکړي او د فساد په مخنيوي کې، چې په هره برخه کې وي، له مسوولينو سره همکاري وکړي.

د مشرانو جرګې د شکايتونو د اورېدو کمېسيون مشر زلمي زابلي، فارغو محصلينو ته ډاډ ورکړ چې دوى به هڅه کوي ،ترڅو ځوانانو ته په دولت کې د خدمت موکه په لاس ورکړي.

خو نوموړي له هوى وغوښتل چې د رشوت او فساد په ړاندې به کلکه مبارزه کوي، ترڅو هېواد له دې بد نوم څخه پاک شي.

يو تن فارغ محصل رومل پژواک اژانس ته وويل، خوښ دى چې په ډېر ستونزمن حالت کې يې د ليسانس دوره بشپړه کړه.

دى وايي، له دولته غواړي چې د فارغو محصلينو لپاره د کار زمينه برابره کړي، ترڅو ځوانان نور هم وهڅېږي چې زده کړې وکړي.

Views: 4

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version