ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

څېړنه: د کونړ تنوير لوړو زده کړو موسسې له جواز پرته د شرعياتو محصلين فارغ کړي

6 Oct 2020 - 13:56
6 Oct 2020 - 13:56

اسعداباد (پژواک، ١۵تله ۹۹): د پژواک د څېړنو له مخې، په کونړ ولايت کې د لوړو زده کړو يوې خصوصي موسسې د وزارت له جواز پرته د شرعياتو له پوهنځي يې۱۲۰ محصلين فارغ کړي او له دغو محصلينو څخه يې يوولس نيم ميليونه افغانۍ فيس اخيستى دى.

دا په داسې حال کې ده چې دغې موسسې لسګونه نور زده کړيالان تازه جذب کړي او له هغوى څخه يې هم سلګونه زره افغانۍ فيس اخيستى دى.

د تنوير د لوړو زده کړو خصوصي موسسې په ۱۳۹۱ لمريز کال کې په کونړ ولايت کې فعاليت پيل کړ چې تر اوسه يې يوازې د اقتصاد او حقوقو پوهنځيو جواز له لوړو زده کړو وزارت څخه اخيستی، خو د شرعياتو پوهنځی پرته له کوم قانوني جوازه مخته وړي او يوه دوره محصلين يې هم فارغ کړي دي.

پژواک هغه ټول اسناد ترلاسه کړي چې ثابته کړي، دا موسسه د شرعياتو پوهنځي جواز نه لري خو محصلين په کې روزي او تر فراغت درې کاله وروسته يې هم فارغانو ته ديپلومونه نه دي ورکړي.

پژواک ته په لاس ورغلي اسناد

پژواک د تنوير د لوړو زده کړو موسسې له شرعياتو پوهنځي د فارغو شويو يو شمېر کسانو مونوګرافونه، له مونوګراف څخه د دفاع د غونډو عکسونه، ادارې ته د مياشتني فيس ورکړې سندونه، د سمستر په ازموينه کې د شموليت کارتونه او ځينې نور اسناد هم تر لاسه کړي چې ثابته کړي، دې ادارې له شرعياتو پوهنځي زده کړيالان فارغ کړي دي.

 د مونوګرافونو له ډلې د محمد ابراهيم هلال په نوم د يو محصل مونوګراف چې (په اسلامي شريعت کې د موسيقۍ حکم) تر عنوان لاندې ليکل شوی، لارښود استاد او د پوهنځي رييس تاييد کړی دی.

د عبدالرحيم په نوم د يو بل محصل د پيسو د تحويلۍ سند چې عزيزي بانک له لارې په کې دغې ادارې ته ۱۲زره افغانۍ تحويل شوې دي هم پژواک موندلی دی.

دغه راز د يادې موسسې پر فيسبوک پاڼه د ۱۳۹۹ کال د کانکور ازموينې اعلانات هم په بېلابېلو وختونو کې خپاره کړي چې تازه د شرعياتو پوهنځي لپاره نوي محصلين جذبوي.

خو پژواک د ۱۳۹۹ کال د تلې په ۲مه د لوړو زده کړو وزارت په ويب پاڼه کې د خصوصی لوړو زده کړو موسسو او پوهنتونونو لېست وموند چې په کې تنوير پوهنتون لا هم دوه پوهنځي (حقوق او سياسي علوم او اقتصاد) له دغه وزارت سره ثبت دي.

محاسبه:

د تنوير موسسې د پالسۍ له مخې، زده کړيالان د اتو سمسترونو درس په درېيو کلونو کې ځکه ترسره کوي چې دغه موسسه کلنۍ (د دوبي) رخصتۍ نه لري.

دغه موسسه له هر محصل څخه د سمستر ١٢ زره افغانۍ د فيس په توګه ترلاسه کوي چې د اتو سمسترونو ټوليز فيس يې ٩٦ زره افغانۍ کېږي.

د تنوير موسسې تراوسه د شرعياتو له پوهنځي څخه ١٢٠ محصلين فارغ کړي چې د اتو سمسترونو فيس يې ١١ ميليونه او ٥٢٠ زره افغانۍ کېږي.

د فارغانو ستونزې:

د تنوير لوړو زده کړو موسسې له شرعياتو پوهنځي څخه فارغ زده کړيالان وايي، له فراغته يې يو کال او درې مياشتې کېږي، خو د فراغت سند تر اوسه نه دی ورکړل شوی.

دوی وايي، ډېر محصلين ۱۴م پاس او ښوونځيو کې ښوونکي وو، پوهنځی يې ځکه ولوست چې د لېسانس له امتياز څخه برخمن او معاشونه يې لوړ شي.

د محصلينو له ډلې قاري مسیح الله پژواک ته وويل، له فراغته یې یو کال او دوه میاشتې اوښتي، خو د فراغت د سند یې هیڅ درک نشته.

‎هغه پژواک ته وويل چې په وار وار یې د تنویر د لوړو زده کړو خصوصي موسسې له مسوولينو غوښتي، ترڅو خپل قانوني اسناد ورکړي، خو د تنویر اداره یې په یوه او بله پلمه رخصتوي.

یو بل فارغ شوی محصل عزیزالله وایي، د کانکور له لارې چې په کې د اړونده ټولو دولتي ارګانونو استازي موجود وو، دې پوهنځي ته لار پیدا کړه او په بریالیتوب سره يې ياده دوره پای ته ورسوله.

نوموړی د خپلو ټولګیوالو د اقتصادي حالت په اړه وایي چې د خپلو مېرمنو ګاڼه او د کور لمریزې برېښنا ښيښې یې پلورلي، خو د پوهنتون داخله او میاشتنی فیس یې تحویل کړی دی.

‎محصلينو تنوير پوهنتون ته څو ځلې په ډله ييزه توګه د خپلې ستونزې د حل او دوی ته د ديپلوم د ورکړې په خاطر عريضې هم کړې دي، خو تر اوسه يې هېڅ ځواب نه دی تر لاسه کړی.

فارغ محصلين وايي، د کونړ ولايت مقام او په کونړ کې د سيد جمال الدين پوهنتون چې دغه ولايت کې د خصوصي لوړو زده کړو موسساتو د نظارت مسووليت لري هم عارض شوي، خو هغوی يې هم په اړه کوم ګام نه دی اخيستی.

د کونړ د ولايتي شورا رييس ولايت خان مشواڼی هم دا جدي ستونزه ګڼي او د تنوير لوړو زده کړو له موسسې غوښتنه کوي چې بايد په دې اړه ولس ته وضاحت ورکړي.

هغه د لوړو زده کړو له وزارت څخه هم غوښتنه وکړه چې دا موضوع وڅېړي او که يادې ادارې خپل سري کړې وي بايد قانوني چلند ورسره وشي.

د چارواکو نظرونه:

د کونړ ولايتي اداره وايي، دوی د دغې ستونزې د څېړلو او حل په موخه يو پلاوی ټاکلی چې موضوع وڅېړي او د حل لپاره يې پلان جوړ کړي.

د کونړ مرستيال والي ګل محمد بيدار پژواک ته وويل، نږدې مياشت وړاندې ورته د تنوير موسسې د شرعياتو له پوهنځي فارغان عارض شوي وو چې دوی د موضوع د څېړلو په موخه پلاوی وټاکه او اوس پلاوی خپلې څېړنې کوي.

هغه زياته کړه، که رښتيا هم دغه پوهنتون له جواز پرته شرعياتو پوهنځي کې زده کړيالان روزلي وي، نو قانوني چلند به ورسره وشي.

د کونړ د سيد جمال الدين افغان دولتي پوهنتون رييس ډاکټر محمد ګلاب عمري هم تاييد کړه چې دوی ته له وزارت څخه د تنوير د ادارې په خاطر يوازې د حقوقو او اقتصاد پوهنځيو په نوم مکتوبونه لېږل کېږي او تر اوسه په کې د شرعياتو پوهنځي هيڅ يادونه نه ده شوې.

په مشرانو جرګه کې د کونړ د خلکو استازي طيب عطاء هم وايي چې يو شمېر تحصيلي موسسې له جواز پرته فعاليت کوي.

هغه پژواک اژانس ته وويل چې د کونړ د تنوير د لوړو زده کړو موسسې د شرعياتو يوه دوره فارغين هم ورکړي دي او محصلين له نامعلوم برخليک سره مخ دي.

نوموړي د لوړو زده کړو له وزارت څخه وغوښتل چې د فارغ شويو محصلينو برخليک معلوم کړي.

د تنوير لوړو زده کړو موسسې غبرګون :

د تنوير د لوړو زده کړو موسسه وايي، د شرعياتو پوهنځي د رسمياتو کارونه وزارت کې تر کار لاندې دي او ډېر ژر به يې چارې بشپړې شي.

د دغې ادارې رييس شمس الاسلام ساپي پژواک اژانس ته وويل، وزارت ورته د حقوقو او اقتصاد دوه پوهنځي رسمي کړي او درېيم هغه هم تر پروسس لاندې دی.

هغه تاييد کړه چې له شرعياتو پوهنځي يې په ۱۳۹۸ کال کې لومړۍ دوره محصلين فارغ کړي او ټولټال له شرعياتو پوهنځي ۱۲۰ کسان فارغ شوي دي.

د لوړو زده کړو وزارت:

د لوړو زده کړو وزارت په ويب پاڼه کې د خصوصي پوهنتونونو په لېست کې تنوير پوهنتون هم شته او هلته يواځې د حقوقو او اقتصاد پوهنځيو يادونه شوې، د شرعياتو پوهنځي په اړه څه نشته.

د دغه وزارت وياند حامد عبيدي پژواک اژانس ته وويل چې د کونړ پوهنتون ترڅنګ د نهو نورو پوهنتونونو ځينې څانګې هم جواز نه لري.

هغه پژواک ته وويل چې د کونړ د تنوير د لوړو زده کړو موسسه د شرعياتو د پوهنځي جواز نه لري، خو فعاليت يې پيل کړى دى.

د نوموړي په وينا، وزارت په دې اړه يوه طرحه جوړه کړې، رهبري شورا ته وړاندې شوې او کله چې نهايي شوه، له هغه وروسته به د طرحې جزئيات له رسنيو سره شريک شي.

کونړ کې د لوړو زده کړو دوه ادارې موجودې دي چې يوه يې د سيد جمال الدين افغان پوهنتون په نوم دولتي او بله يې همدا د تنوير د لوړو زده کړو خصوصي موسسه ده.

پژواک د ډنمارک او د ملګرو ملتونو پراختيايي پروګرام (UNDP) په  مالي مرسته دا پور برابر کړی دی.

Views: 165

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version