ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند کې تر سلو ډېر ښوونځي تړلي

11 Jan 2015 - 14:39
11 Jan 2015 - 14:39

لښکرګاه (پژواک، ۲١ مرغومى ۹۳): د هلمند د پوهنې چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې ١١٩ ښوونځي تړلي چې له امله يې سل زره زده کوونکي له زده کړو بې برخې دي.

د دغو ۱۱۹ تړلو ښوونځيو له ډلې ۷۷ يې يواځې د هلمند په شمالي ولسواليو کې دي چې اوس هم په کې جګړې کېږي.

د دغه ولايت د پوهنې رييس عبدالمتين جعفر له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وويل چې په روان کال کې يې ١٤ ښوونځي فعال کړي خو په ناامنو سيمو کې لا هم ١١٩ ښوونځي تړلي دي.

نوموړي وويل،په هلمندکې ۳۸۳ ښوونځي شته چې ۱۱۹ يې تړلي او په پاتې نورو کې ١٩٣زره زده کوونکي زده کړې کوي.

د پوهنې رييس په وينا، د تړل شوو ښوونځو ډېرى يې د هلمند په شمالي ولسواليو کې دي چې له کابو څلورو مياشتو راهيسې په کې جګړې او نښتې روانې دي.

نوموړى وايي، په شمالي ولسواليو کې د نوزاد له ۲۱ ښوونځيو پنځه، د سنګين له ١٦ درې، د کجکي له ١٦ درې، د باغران له ١٤ ښوونځو دوه، د موسى کلا له ٢٨ ښوونځيو ١٥ او د واشېر له ١٠ ښوونځيو يواځې درې ښوونځي پرانيستي دي.

نوموړي زياته کړه پاتې تړلي ښوونځي د لښکرګاه اړوند د خوشکابې سيمې په ګډون د هلمند په سوېل او يو شمېر مرکزي ولسواليو کې غير فعال دي.

د پوهني رييس وويل: ((د يادو بندو ښوونځيو له امله سل زره زده کوونکي له زده کړو بې برخې پاتې دي . حکومت بايد د دغو ښوونځيو په فعالولو کې هڅې وکړي.))

د پوهنې رييس زياتوي چې د ناامنيو له امله دغو ولسواليو ته نه شي تللى.

جعفر د ولسي جرګې ځينې غړي د ده په چارو کې پر لاسوهنې تورنوي خو دا چې کوم وکيلان يې په چارو کې لاسوهنه کوي، نومونه يې په ډاګه نه کړل.

بلخوا د سنګين ولسوالۍ د بوستانزو سيمې اوسېدونکي او د ټولنيزې شورا غړي سيدولي پژواک ته وويل چې د دې ولسوالۍ په مرکز کې يواځې د سرواني ښوونځى فعال دى او نور تړلي دي.

ده وويل چې په دې ولسوالۍ کې ښوونځي د ناامنيو له امله تړل شوي دي.

د هلمند د مارجې ولسوالۍ اوسېدونکي ګل اغا پژواک ته وويل چې د دې ولسوالۍ په ډېرو سيمو کې ښوونځي تړلي دي.

هغه وايي چې د تړلو ښوونځيو د بېرته فعالېدو له امله به ډېر شمېر زده کوونکي له زده کړو برخمن شي.

د پژواک خبريال هڅه وکړه چې د هلمند په شمالي ولسوالۍ کې د تړل شوو ښوونځيو زده کوونکي پيدا او خبرې ورسره وکړي خو بريالى نه شو.

د پوهنې وزارت د نشراتو رييس او وياند کبير حقمل پژواک اژانس ته تاييد کړه چې په هلمند ولايت کې تر ١٠٠ ډېر ښوونځي تړلي دي.

حقمل وويل چې د پوهنې وزارت له قومي مشرانو سره يې په دې اړه خبرې پيل کړې چې تړلي ښوونځي بېرته فعال شي.

هغه وويل د هلمند په ګډون د سوېلي ولايتونو په يو شمېر نورو سيمو کې ډېر ښوونځي تړل شوي چې د قومي مشرانو په مرسته يې په تېرو څو کلونو کې تر ٨٠٠ ښوونځي بېرته فعال شوي دي.

د يادولو ده چې د روان کال د وري په مياشت کې د هلمند د پوهنې رياست اعلان کړى و چې د کال په اوږدو کې به ټول تړلي ښوونځي پرانيزي او زرګونه زده کوونکي به ښوونځيو ته ولاړ شي خو داسې ښکاري چې د چارواکو دا ژمنه تر اوسه هم نه ده عملي شوې.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version