ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان بانک رياست ته نوماند د ولسي جرګې له ناستې و ايستل شو

24 Jan 2015 - 11:12
24 Jan 2015 - 11:12

کابل (پژواک، ٤ مرغومى ٩٣): ولسي جرګې د نوماند وزيرانو د کاري پروګرامونو د وړاندې کولو په لړ کې  دې جرګې ته د افغانستان بانک د نومول شوي رييس ورتګ په جرګه کې  د لفظي شخړې او فزيکي نښتې لامل شو.

ولسي جرګې ته د حکومت د وړانديز شوو مشرانو د کاري پروګرامونو د وړاندې کولو درېيمه ورځ نن د دوه ګوني تابعيت لرونکو نوماندانو له امله له ناندريو سره پيل شو.

په دې ناسته کې د اوبو او برېښنا او ماليې نوماند وزيران او د افغانستان بانک نومول شوى رييس د خپلو پروګرامونو د وړاندې کولو په موخه جرګې ته راغلل، خو د افغانستان بانک د نومول شوي رييس خليل صديق راتګ د دوه ګوني تابعيت د لرلو له امله د ولسي جرګې د سخت غبرګون لامل شو.

د جرګې ځينو غړو ټينګار درلود چې صديق له دوه ګوني تابعيت سره حق نه لري چې خپل پروګرامونه جرګې ته وړاندې کړي، اداري پلاوي وويل چې د افغانستان بانک نومول شوى رييس د دوه ګوني تابعيت لرونکى دى، خو د ولسي جرګې په مصوبه کې يواځې نوماند وزيرانو ته اشاره شوې او د افغانستان بانک د مشر په اړه څه نه دي ويل شوي.

خو د جرګې ځينې غړي وايي چې د افغانستان بانک رييس هم د کابينې غړى دى او بايد د کاري پروګرامونو د وړاندې کولو اجازه ورنه کړل شي.

دغه شخړه د ولسي جرګې د دوو غړو شکيبا هاشمي او ليلما ولي تر منځ د فزيکي نښتې لامل هم شوه چې امنيتي ځواکونو په کې مداخله وکړه او دواړه وکيلانې  يې له غونډې و ايستلې.

له دې پېښې وروسته د ولسي جرګې مشر عبدالرووف ابراهيمي د افغانستان بانک لپاره له نومول شوي مشر څخه غوښتنه وکړه چې غونډې پرېږدي او له جرګې ووځي.

دا په داسې حال کې ده چې د نومول شوو وزيرانو لپاره د دوه ګوني تابعيت موضوع د هغوى له خوا د پروګرامونو وړاندې کولو په دويمه ورځ هم له جنجالونو او ناندريو سره پيل شوې وه.

ويل کېږي چې د کابينې لپاره نومول شوي ١٣ وزيران دوه ګونى تابعيت لري او ولسي جرګې اووه نوماندان له همدې امله رد کړي او بېرته ولسمشرۍ رياست ته ور پېژندلي دي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version