کابل (پژواک، ٢٩ سلواغه ٩٣): د يوه ورځني کرکټ په نړيوال جام کې د افغانستان او بنګله دېش تر منځ لوبه نن سهار پيل شوه.
دا لوبه د اسټراليا د کينبرا ښار د مناکو اوول په نړيوال لوبغالي کې ترسره کېږي.
د دې لوبې پچه د بنګله دېش لوبډلې لوبدلمشر مشرفي مرتضى وګټله او لومړى يې د توپوهنې پرېکړه وکړه.
د افغانستان د لوبـډلې مشر محمدنبي د لوبې تر پيلېدو مخکې رسنيو ته وويل چې دوى غواړي پرته له کوم فشار څخه مثبته لوبه وکړي.
د دې لوبې لپاره غوره شوې افغان لوبډله په لاندې ډول ده.
افسر ځاځى، جاوېد احمدي، نوروز منګل، اصغر ستانکزى، سميع الله شينوارى، محمد نبي، نجيب الله ځدراڼ، ميرويس اشرف ، افتاب عالم ، شاه پور ځدراڼ او افتاب عالم.
د يادونې ده، دا لومړى ځل دى افغانستان د يوه ورځني کرکټ نړيوال جام ته لاره موندلې ده.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن