ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ذوالفقار عمليات خانشين ته وغځېدل

22 Feb 2015 - 15:35
22 Feb 2015 - 15:35

لښکرګاه (پژواک، ۳ کب ۹۳): د هلمند امنيتي چارواکي وايي چې د ذوالفقار په نوم د روانو تصفيوي عملياتو لمنه جنوبي ولسوالۍ خانشين ته هم غځول شوې ده.

دوى وايي چې په خانشين کې تېره ورځ عمليات پيل شوي او امنيتي ځواکونه ښه پر مخ روان دي.     

د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال پاچا ګل بختيار خبريالانو ته وويل، تېره شپه په دې ولسوالۍ کې شپږ پاکستاني وسله وال له اسنادو او وسلو سره نيول شوي دي.

بختيا وويل چې له تېرو تجربو په ګټه اخيستو دغه ځل د هلمند عمليات ښه پر مخ روان دي او تر دې دمه ملکي خلکو ته خانشين کې هېڅ راز تلفات نه دي اوښتي.

په دغو عملياتو کې کومانډو هوايي ځواک هم د افغان سرتېرو ملتيا کوي.

دغه عمليات له تېرې اوونۍ راهيسې په هلمند کې روان دي چې له شمالي ولسوالۍ سنګين څخه پيل شول.

د عملياتو په لړ کې امنيتي ځواکونو مرکز لښکرګاه، نادعلي، مارجه او ناوه ولسوالۍ له وسله والو پاکې کړې دي.

پاچاګل وايي چې دغو عملياتو مخالفينو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

دى وايي، د سنګين ولسوالۍ سوېلي سيمې لسګونه ځاى پر ځاى شوي ماينونه شنډ شوي، ١٥٩ مخالفين وژل شوي او ٩٣ نور ټپيان شوي دي.

د امنيت د امر د معلوماتو له مخې، په دغو عملياتو کې دوه ملکي وګړي ا و ١٢ پوليس هم ټپيان شوي دي.

پاچاګل زياته کړه چې د سنګين په ترخه ناور سيمه کې د عملياتو پر مهال دوه پوليس او ۲۲ وسله وال مخالفين چې ډېری يې قوماندانان وو، وژل شوي او څلور پوليس ټپيان دي.

هغه وويل چې دا سيمه به په نږدې ورځو کې تصفيه شي او امنيتي پوستې به په کې جوړې شي.

د سنګين ولسوالۍ د ټولنيزي شورا يوه غړي عليشاه خان پژواک ته وويل چې د سيمې خلک د تېرو څو کلونو په پرتله له اوسنيو عملياتو خوښ دي.

عليشاه خان وايي چې په عملياتو کې ملکي خلکو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې او په ډېرو سيمو کې اوس امنيتي ځواکونه پراته دي.

په هلمند کې د ذوالفقار د روانو عملياتو په اړه طالبانو تازه معلومات له رسنيو سره نه دي شريک کړي.

د يادولو ده، په هلمند کې دغه عمليات يوه اوونۍ وړاندې پيل شوي او چارواکي وايي چې ورو به مخې ته ځي تر څو ملکي خلکو ته مرګ ژوبله وانه وړي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version