ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“دولتي ځواکونه په هلمند کې د طالبانو د پرمختګ پر وړاندې حرکت نه کوي”

“دولتي ځواکونه په هلمند کې د طالبانو د پرمختګ پر وړاندې حرکت نه کوي”

author avatar
17 Mar 2016 - 16:19
“دولتي ځواکونه په هلمند کې د طالبانو د پرمختګ پر وړاندې حرکت نه کوي”
author avatar
17 Mar 2016 - 16:19

لښکرګاه (پژواک، ۲۷ کب ۹۴): د هلمند د ولايتي شورا غړي وايي که چېرې د خانشين ولسوالۍ د بېرته نيولو لپاره عمليات ونه شي، مرکز لښکرګاه او نورې ولسوالۍ به هم نا امنه شي.

خانشين ولسوالۍ دوه ورځې وړاندې وسله والو طالبانو تر خپلې ولکې لاندې راوسته.

د هلمند د ولايتي شورا مرستيال عبدالمجید اخندزاده د کب په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د خانشين ولسوالۍ له سقوط وروسته په مرکز لښکرګاه او نورو سوېلي ولسواليو کې د طالبانو خوځښتونه ډېر شوي دي.

هغه زياته کړه: ((هره ورځ طالبان پرمختګ کوي خو امنيتي ځواکونه د ډېرو امکاناتو په درلودو سره بيا هم حرکت نه کوي.))

ده له حکومتي او سيمه ييزو چارواکو غوښتنه وکړه چې په خانشين ولسوالۍ کې د امنيت د ټينګښت لپاره اړين اقدامات وکړي.

دغه راز د ولايتي شورا بل غړي بريالي نظري هم پژواک ته وويل چې حکومت بايد هر څه ژر د خانشين ولسوالۍ د بېرته نيولو لپاره عمليات پيل کړي.

ده وويل: ((زه خبر يم، د خانشين د بېرته نيولو لپاره کوچني عمليات پيل شوي خو اوس هم د ولسوالۍ ودانۍ له طالبانو سره ده.))

د هغه په وينا، که په خانشين ولسوالۍ کې د طالبانو پر وړاندې جدي عمليات ونه شي، مرکز لښکرګاه، ناوه او ګرمسېر ولسوالۍ به هم نا امنې شي.

د خانشين ولسوالۍ اوسېدونکي ډاکتر کوچي پژواک ته وويل: ((د ولسوالۍ په ودانۍ کې اوس هم طالبان دي، طالبانو په اوله ورځ دې ودانۍ ته اور واچاوه او په ډېره اسانه يې دغه ولسوالۍ ونيوه.))

ده وويل چې امنيتي ځواکونه دې ولسوالۍ ته ورغلي خو تر اوسه يې پرمختګ نه دى کړى.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک پژواک ته وويل چې د خانشين ولسوالۍ د هغو سيمو د بېرته نيولو لپاره کوچني عمليات پيل شوي چې د حکومت له واکه وتلې وې.

ځواک دا نه مني چې د خانشين ولسوالۍ سقوط کړى او زياتوي: ((د ولسوالۍ په ودانۍ کې اوس هم جنګ روان دى، دوه پوستې زموږ له لاسه وتلې چې د بېرته نيولو لپاره عمليات روان دي.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.