ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نواز شريف : هيله ده دافغانستان دسولې پروسه په برياليتوب پاى ته ورسېږي

2 Mar 2015 - 17:15
2 Mar 2015 - 17:15

کابل ( پژواک، ١١ کب ٩٣ ) : د پاکستان لومړي وزير نواز شريف افغان سفير سره دليدنې پر مهال هيله څرګنده کړه، چې دافغانستان دسولې پروسه په برياليتوب سره پاى ته ورسېږي.

د پاکستان د لومړي وزير له دفتر څخه د کب په ١١مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان سفير جانان موسى زي نن له لومړي وزير نواز شريف سره وليدل.

سرچينې زياته کړې، ددې ليدنې پر مهال لومړي وزير يو ځل بيا د افغانستان په طبيعي پېښو کې د لسګونو تنو پر مړينې خواشيني څرګنده  او له خپل لوري يې د هر ډول مرستو ډاډ ورکړ.

په خبرپاڼه کې راغلي چې دافغانستان سفير په دې سخت وخت کې له افغانانو سره د پاکستان له مرستې مننه وکړه.

 خبرپاڼې زياته کړې چې افغان سفير سره دليدنې پر مهال لومړي وزير نواز شريف هيله څرګنده کړه،چې د افغانستان د سولې پروسه چې ډېر ژر پيلېدونکې ده په برياليتوب سره پاى ته ورسېږي .

نواز شريف زياته کړې : (( په افغانستان کې د نوي حکومت تر رامنځته کېدو وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې مخ په ښه کېدو دي.))

نوموړي زياته کړې چې هېواد يې د واورو ښويېدو او نورو طبيعي افاتو له امله  درامنځته شويو سختو حالاتو کې له خپلو افغان وروڼو سره ولاړ او هر ډول مرستې او همکارۍ ته تيار دى.

د پاکستان لومړي وزير ددې ليدنې پر مهال له افغانستان سره په امنيتي برخه کې د همکاريو پر زياتېدو ډاډ څرګند او زياته کړې يې ده چې کابل ته د پوځ د مشر تر سفر وروسته اړيکې نورې هم پياوړې شوې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې ددې ليدنې پر مهال نواز شريف يوه تن ته دنده سپارلې څو دافغانستان او پاکستان ترمنځ د وزارتونو په کچه هوکړه شوي کارونه وڅاري .

سرچينې زياته کړې چې ډېر ژر به دافغانستان له لوري هم دا ډول يوتن په دنده وګومارل شي.

ددې ليدنې پرمهال نواز شريف په ډاګه کړې، چې په نږدې اوونيو کې به د افغانستان او پاکستان د ګډ سوداګريز کمېسيون غونډه  هم جوړه شي.

سرچينې زياته کړې، د افغانستان سفير جانان موسى زي د پاکستان د لومړي وزير د هغو هڅو ستاينه کړې، چې له ګاونډيو هېوادونو سره يې  د اړيکو د پياوړي کولو لپاره پيل کړې دي.

هغه ويلي، چې په افغانستان کې دسولې رامنځته کولو لپاره حالات برابر او په دې برخه کې سيمه ييزه اجماع او توافق هم رامنځته شوى دى

په خبرپاڼه کې راغلي چې ددې ليدنې پر مهال پر  ټرانزيټ ټريد تړون او د برېښنا د (کاسا١٠٠٠)  پر پروژې هم خبرې وشوې.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version