ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

عدلي او قضايي ارګانونه دې د فرخندې وژونکي مجازات کړي

30 Mar 2015 - 16:20
30 Mar 2015 - 16:20

کابل (پژواک، ١٠ ورى ٩٤): د حکومت اجرايي مشر ډاکټر عبدالله، د فرخندې وژنه داسې جنايت بولي چې د توجيه وړ نه دى او له خلکو يې غوښتنه وکړه چې عدلي او قضايي سيسټم دې پرېږدي چې موضوع د قانون سره سم وڅېړي او مجرمينو ته جزا ورکړي.

مېرمن فرخنده د تېر کال د کب په ٢٨مه (لس ورځې وړاندې) د کابل د شاه دو شمشېره  جومات مخې ته  ځينو خلکو په وهلو، وهلو ووژله او بيا يې د هغې جسد ته اور ورته کړ.

خلکو ويل چې فرخندې قران کريم ته اور اچولى، خو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت  په دې اړه د حقيقت موندنې  ټاکل شوي کمېسيون ويلي چې په ياده سيمه کې قران کريم نه دى سوځول شوى.

د فرخندې د وژنې په تړاو ٢٧ شکمن کسان نيولي شوې او د ١٩ پوليسو دندې هم د دې پېښې په مخنيوي کې د وظيفوي بې پروايۍ په سبب ځنډول شوې او تر څېړنو لاندې دي.

د دې ټولو ٤٦ کسانو دوسيې دوه ورځې وړاندې لويې څارنوالۍ ته واستول شوې او د څېړنې پلاوى ورته وټاکل شو.

ډاکټر عبدالله چې نن يې د وزيرانو شورا په غونډه کې خبرې کولې د فرخندې وژنه يې يو نه بښونکى جنايت وباله او ويې ويل چې دغه پېښې ټولو خلکو ته ټکان ورکړى دى.

د حکومت اجرايي مشر زياته کړه: ((خلک دې د هېواد عدلي او قضايي سيستم ته موقع ورکړي چې موضوع له قانون سره سمه وڅېړي او مجرمينو ته جزا ورکړي.))

هغه وويل، هسې نه چې دغه موضوع تر تبليغاتي فضا لاندې راشي، د فرخندې قضيه پر خپل ځاى پاتې شي او ځينې نور موضوعات د فرخندې په موضوع سيورى وکړي.

ډاګټر عبدالله زياته کړه: ((دا جنايت د توجيې وړ نه دى او دولت هم له هغه لومړيو ورځو جدي نيولى او په جدي توګه به يې تعقيب کړي.))

د ويلو ده، د فرخندې وژنې په ملي او نړيواله کچه ګڼ غبرګونونه پارولي او د هېواد پر مرکز سربېره په ولايتونو کې هم خلکو په دې اړه لاريونونه کړي او د پېښې عاملانو ته د سختې جزا غوښتنه کوي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version