ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په افغانستان کې د بې پولې ډاکټرانو (MSF) اداره په کندوز کې په روغتون باندې د مرګوني هوایي برید په اړه د جزیاتو غوښتنه کوي

4 Oct 2015 - 13:24
4 Oct 2015 - 13:24

کابل/بروسلز، د ۲۰۱۵ کال د اکتوبر ۳مه. د بې پولې ډاکټرانو نړیواله طبي اداره (MSF) د افغانستان په کندوز ولایت کې په خپل روغتون باندې ډاروونکی هوایي برید په سختو ټکو سره غندي. په دې هوایي برید کې د درې ماشومانو په ګډون ۷ ناروغان او ۱۲ کارکوونکي وژل شوي ، او ۳۷ کسان پکې ټپیان شوي دي چې ۱۹ یې د روغتون کارکوونکي دي. دا برید نړیوال بشري قانون څخه څرګنده سرغړاوی دی.

ټولې نښې نښانې په دې دلالت کوي چې دا هوایي برید د نړیوال ائتلافي ځواکونو له لوري ترسره شویدی. د بې پولې ډاکټرانو اداره (MSF) په کندوز کې پر خپل روغتون باندې د نړیوال ائتلاف له لوري د شنبې د سهارني هوایي برید په اړه د بشپړو او رڼو جزیاتو غوښتنه کوي. د بې پولې ډاکټرانو اداره (MSF)  د هوایي برید د وروستي مسولیت او روڼتیا په اړه د خپلواکو څېړنو غوښتنه هم کوي.

د بې پولې ډاکټرانو مشر، مایني نیکولای وویل چې، "دا یو کرکجن برید دی او د نړیوال بشري قانون څخه څرګنده سرغړاوی دی." هغه دا هم وویل چې، "مونږ له ائتلافي ځواکونو څخه د دې برید په اړه د بشپړې روڼتیا غوښتونکي یو. مونږ دا نشو منلی چې د وګړو په بوږنوونکي ډول له لاسه ورکول دې په ساده ډول له سترګو پټ شي."

پرون سهار وختي د ۲:۰۸ څخه تر ۳:۱۵ دقیقو پورې، په کندوز کې د بې پولې ډاکټرانو د ادارې (MSF) د جراحي په روغتون باندې هوایي بریدونه ترسره شول چې دا بریدونه د هرو ۱۵ دقیقو تر منځ ترسره کېدل. د روغتون مرکزي ودانۍ، چې د روغتون ټول روغتیایي واحدونه چې د ناروغانو بېړني خونه او د جسمي درملنې څانګه هم پکې وه په دوامداره او دقیق ډول د هر هوایي برید په ترڅ کې بمبار شول، پداسې حال کې چې د روغتون د څنګ ودانیو ته هیڅ زیان ور وانوښت.

د افغانستان په شمال کې د بې پولې ډاکټرانو د ادارې (MSF) د پروګرام مشر، هیمن نګارتنم وایي چې، "بمونه وغورځول شول او د الوتکو څرخېدل مو اورېدل." هغه وایي چې، "د بریدونو تر منځ ځنډ راغی، او بیا وروسته نور بمونه راوغورځول شول. دا ډول بریدونه په بیا بیا ډول ترسره شول. کله مې چې له کوټې څخه بهر وکتل، د روغتون منځنۍ ودانۍ د اور په لمبو کې پټه وه. په روغتون کې وګړو د ودانۍ دوو خوندي خونو ته ځانونه ورسول، خو هغه ناروغان چې حرکت یې نشو کولای، په خپلو بسترو کې تر مرګه وسوځېدل."

د بې پولې ډاکټرانو د ادارې (MSF) له لوري اېتلافي، افغان پوځي ځواکونو او ملکي چارواکو ته د سپتمبر په ۲۹مه د جراحۍ روغتون د موقعیت (GPS) اړونده معلومات ورکړل شول تر څو په روغتون باندې د برید مخه ونیسي، خو د هر څه سربېره هوایي برید ترسره شو. د بې پولې ډاکټرانو اداره (MSF) هر کله په شخړه کې ښکېلو غاړو ته د روغتون د موقعیت په اړه له مخکې نه اطلاع او خبرتیا ورکوي.

د هوایي برید وروسته، د بې پولې ډاکټرانو د ادارې (MSF) ټیم په خواشینۍ سره سره کوښښ وکړ تر څو د ټپي کارکوونکو او ناروغانو درملنه او ساتنه وکړي، د هغوی لپاره یې د چارو د سمبالښت لپاره په یوه ویجاړه خونه کې یوه درملخونه جوړه کړه. هغه ناروغان چې په ژوره توګه ټپي شوي ول، د پلخمري روغتون ته ولېږدول شول.

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version