د اتصالات مخابراتي شرکت، د افغانستان له خلکو سره د مرستې په موخه د خپلې ژمنې د یوې برخې په توګه، د طورخم او سپین بولدک پولو ته څېرمه د راستنېدونکو پنډغالي کې پر هغو افغان کورنیو د خوراکي توکو د وېش لړۍ پیل کړې چې له پاکستان څخه راستانه شوي دي. په پام کې ده چې شاوخوا ۱۷۰۰ کورنۍ له دغو خوراکي کڅوړو څخه ګټه پورته کړي. په دغو خوراکي کڅوړو کې وريجې، لوبیا، دالنخود، بوره، چای او غوړي شامل دي. د خوراکي توکو د وېش لړۍ نن د ۲۰۲۳ کال د نومبر میاشتې په ۱۴ مه پیل او تر راتلونکو څو ورځو به دوام وکړي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن