ژبه

امنیه قومانداني: پنجشېر کې دوه «غله» نیول شوي

<p style="text-align: justify;">پاراخ (پژواک ۱۱ مرغومی ۱۴۰۳): د پنجشېر امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په رخه ولسوالۍ کې یې دوه «غله» له یوه اندازه سرو زرو او یو میل تومانچې سره نیولي.</p>

<p style="text-align: justify;">د پنجشېر د امنیې قوماندانۍ ویاند عابدالله عقاب پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دغې ادارې له جنايي جرمونو سره د مبارزې پولیسو نن د دغه ولایت په رخه ولسوالۍ کې دوه «غله» نیولي دي.</p>

<p style="text-align: justify;">هغه زیاته کړه چې له نیول شوو کسانو یو میل کمري تومانچه، دو غلا شوي موبایلونه، ۹۵۰ امریکايي ډالر او یوه اندازه سره زره ترلاسه شوي دي.</p>

<p style="text-align: justify;">هغه وویل چې یادو کسانو د لومړنیو څېړنو پر مهال پر خپل جرم اعتراف کړی او دوسیې یې عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوې دي.</p>

ورته موضوع