Language

کونړ کې ۴۵۰ کسان له حرفوي زده‌کړو فارغ شول

اسعداباد (پژواک، ۱۰ مرغومې ۱۴۰۳): د کونړ ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست وایي، په دغه ولایت کې ۴۵۰ کسان د حرفوي زده‌کړو له یوې شپږمیاشتنۍ دورې فارغ شول.

د کونړ ولایت د  کار او ټولنیزو چارو رییس مولوي مجیب‌الله عمر نن په دې اړه جوړه شوې غونډه کې وویل چې په یادو ۴۵۰ کسانو کې د دغه ولایت د مرکز او بېلابیلو ولسوالیو کسان شامل دي.

ده وویل چې د حرفوي زده‌کړو دغه شپږمیاشتنی پروګرام د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال سازمان په مالي ملاتړ جوړ شوی و او یادو کسانو ته د موبایل ترمیم، نجارۍ او قالین جوړونې برخو کې شپږ میاشتنۍ مسلکي روزنه ورکړل شوه.

دی وایي، د دغه پروګرام له لارې د حرفوي زده‌کړو تر څنګ هر شاګرد ته په میاشتنې ډول ۶۴۰۰ افغانۍ هم ورکړل شوې چې د اقتصادي ستونزو راکمولو کې یې تر ډېره مرسته ورسره کړې ده.

له دغو زده‌کړو یو فارغ ځوان محمدیوسف وایي: « خوشحاله یم چې د موبایل جوړونې په برخه کې مې شپږ میاشتنۍ روزنه ترلاسه کړه او له دې وروسته به د زده شوي هنر پرمټ خپلې کورنۍ ته یوه مړۍ حلاله روزي پیدا کړم.»

هغه له اسلامي امارته وغوښتل چې په دغو برخو کې نورو ځوانانو ته هم زده‌کړې ورکړي څو وکولی شي د یو کار او کسب خاوندان شي.

د یادولو ده چې د اسلامي امارت په راتګ سره کونړ کې د کار او ټولنیزو چارو ریاست تر چتر لاندې د بېلابېلو همکارو موسسو په مرسته نږدې ۲۵۰۰ ځوانانو ته په مختلفو برخو کې د زده‌کړو لنډمهالې زمینه برابره شوې ده.