ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ۲۰۲۲ اتصالات شپیږیزه کرکټ لیګ اتم پړاو پیل شو

د ۲۰۲۲ اتصالات شپیږیزه کرکټ لیګ اتم پړاو پیل شو

author avatar
19 Jul 2022 - 15:48
د ۲۰۲۲ اتصالات شپیږیزه کرکټ لیګ اتم پړاو پیل شو
author avatar
19 Jul 2022 - 15:48

کابل، د جولای ۱۸مه ۲۰۲۲

د اتصالات شپږیزه کرکټ لیګ د اتصالات مخابراتي شرکت په اصلي ملاتړ (ټایټل سپانسر) سره پیل او لومړنۍ لوبه د کابل بازانو او صافي برادرز بند امیر ترمینځ ترسره شوه.

د یادونې وړ ده، چې شپږیزه کرکټ لیګ کلنۍ ۲۰ اوریزې لوبې دي، چې  اته لوبډلې لوبیږي او ټولې ۳۲ لوبې به ترسره کیږي او د اګست تر ۵مې نیټې به دوام مومي.

کرکټ د افغانانو د خوښې لوبه ده، او ددې لامل په نړیواله کچه ددې لوبې  بریا او په د کرکټ په نړیوالو لیګونو کې د افغان کرکټ لوبغاړو لوبیدل دي.

د افغانستان کرکټ په ډیر لنډه موډه کې ډیر لوی بریالۍ سفر وهلی دی، او اوسمهال د نړۍ وتلو لوبډلو کې ګڼل کیږي باید وویل شي، چې د کرکټ په وده او پرمختګ کې اتصالات ځانګړی رول لري، اتصالات د کرکټ د ودې پرمهال د کرکټ بورډ رسمي  مالي ملاتړ کوونکي وو.

اتصالات تل هڅه کوي، چې افغانانو ته د ژوند په هره برخه کې کار وکړي، او د افغانانو پرمختګ ته ژمنه مخابراتي شبکه ده.

باید وویل شي، چې اتصالات د اسلامي فرهنګ دودولو، ټولنیزو او ورته نورو چارو په ترسره کې بې ساری ګامونه پورته کړي، چې ښه بیلګه یې د قرآن پاک کلنۍ سیالۍ دي او همدارنګه د پکتیکا او خوست ولایتونو زلزله ځپلو سره د دوی مالي مرسته ده.

اتصالات سږکال هم د شپږیزې کرکټ لیګ رسمي یا اصلي ملاتړی دی.

Visits: 39

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.