ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر د افغانستان اتصالات  نوی سوداګریز سفیر وټاکل شو

د کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر د افغانستان اتصالات  نوی سوداګریز سفیر وټاکل شو

author avatar
2 Nov 2022 - 11:18
د کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر د افغانستان اتصالات  نوی سوداګریز سفیر وټاکل شو
author avatar
2 Nov 2022 - 11:18

کابل، د نومبر ۲مه ۲۰۲۲

اتصالات د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې کپتان حشمت الله شهیدي سره د خپل نوي سوداګریز استازي تړون لاسلیک  کړ. د اتصالات او کرکټ ستوري ترمینځ هوکړه لیک د ۲۰۲۲ کال د نومبر په ۲ مه په کابل کې د اتصالات په مرکزي دفتر کې ترسره شو.

د افغانستان اتصالات اجراییوي مشر، محمد عثمان وویل، حشمت الله شهیدي یو ځوان او پیاوړی کرکټر دی، چې نه یواځې کرکټ ډګر کې بلکې  ټولنیز ژوند کې هم ډیر فعال دی. د هغه سخت زیار او ژمنتیا ځوان نسل هڅولی ترڅو مثبت اوسي او خپل خوبونه تعقیب کړي.

کیڼ لاسی توپ وهونکی چې په ټیسټ او یو ورځنیو فارمیټونو کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې اوسنی کپتان دی، د اتصالات سوداګریز استازي په توګه به د اتصالات محصولاتو  او تولیداتو د ترویج او کمپاین لپاره به په سوداګریزو خبرتیاوو کې ونډه اخلي چې په ټلویزیون، چاپي او انلاین توګه به خپریږي.

حشمت الله شهیدي د تړون د لاسلیک په مراسمو کې د خبرو پر مهال وویل، خوښ یم چې اتصالات سره د ملګرتیا ویاړ راپه برخه شو او د یوې سترې کورنۍ غړی شوم» شهیدي زیاته کړه، د افغانستان د مخابراتي سکټور په پراختیا کې د اتصالات ونډه د دې شرکت په توګه یاده کړه. نوموړي اتصالات د افغانانو د خوښې لومړنۍ مخابراتي شبکه وګڼله او خوښې یې څرګنده کړه، چې دې ستر ماموریت کې له اتصالات سره یو ځای شو.’

اتصالات په افغانستان کې د خپلو فعاليتونو پر مهال په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره مرسته کړې ده. د ځوانانو پیاوړتیا یو له هغو برخو څخه دی چې اتصالات د لوبو او نورو ښوونیزو پروګرامونو سپانسرشپ له لارې پرې تمرکز کوي. اتصالات په افغانستان کې د کرکټ لوبې د ودې په برخه کې مخکښ رول لوبولی دی. د اتصالات شرکت د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې رسمي سپانسر پاتې شوی دی او د افغانستان د کرکټ دوه نور مشهور لوبغاړي محمد نبي او حمید حسن یې پخواني سوداګریز استازي پاتې شوي دي.

د اتصالات په اړه: –

اتصالات افغانستان د اتصالات ګروپ یوه څانګه ده، چې د نړۍ یو له سترو مخابراتي کمپنیو څخه ده، چې مرکزي دفتر یې په متحده عربي اماراتو کې موقعیت لري. اتصالات افغانستان په 2007 کال کې په افغانستان کې خپلې چارې پیل کړې او په لنډ وخت کې په افغانستان کې دیره چټکه وده وکړه چې اوس مهال له 7 میلیون څخه ډیر پیریدونکي لري. د کیفیت له مخې لومړي مقام ته رسیدل، د هیواد په ټولو ولایتونو کې د غوره چوپړتیاوو، مناسب قیمت او پراخ او ځانګړي پوښښ وړاندې کول د دې شرکت له موخو څخه دي. اتصالات په ۲۰۰۷ کال کې د خپل فعالیت له پیل څخه تر اوسه پورې په افغانستان کې له ۴۰۰ میلیونو امریکایي ډالرو څخه زیاته پانګونه کړې او په هیواد کې د  3.75G یا د دریم نسل ګرځنده چوپړتیاوو لومړنۍ مخابراتي شبکه ده.

د لا ډیرو معلوماتولپاره له  www.etisalat.af او یا هم  www.facebook.com/etisalatafgڅخه لیدنه وکړئ.

Visits: 105

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.