ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اتصالات لخوا سیلاب ځپلو کورنیو سره نغدي مرسته

د اتصالات لخوا سیلاب ځپلو کورنیو سره نغدي مرسته

author avatar
5 Sep 2022 - 11:44
د اتصالات لخوا سیلاب ځپلو کورنیو سره نغدي مرسته
author avatar
5 Sep 2022 - 11:44

کابل-۴ سپټمبر ۲۰۲۲

د افغانستان اتصالات مخابراتي شرکت د خپل ټولنیز مسوولیت په توګه د لوګر ولایت خوښۍ ولسوالۍ د وروستیو سیلاب ځپلو ۲۰۰ کورنیو سره نغدي مرسته وکړه. دا مرستې د افغانستان اتصالات لخوا د سیمې څخه د لیدنې پرمهال چې د ولسوالۍ د مقام لخوا ورته دا کورنۍ  ورپیژندل شوي وې وویشل شوې.

د خوښۍ ولسوالۍ مرستیال ولسوال ښاغلی صلاح الدین وویل، وروستي سیلابونه ددې لامل شو چې ددې سیمې اوسیدونکي خپل کورني ژوي او کرنیزې ځمکې له لاسه ورکړي. نوموړي زیاته کړه، کومې کورنۍ چې نن ورځ نغده مرسته ترلاسه کوي ترټولو ډیر زیان لیدلی دی او هم یې د خپلې کورنۍ غړي له لاسه ورکړي ډي.

د افغانستان اتصالات اجراییوي مشر محمد عثمان په دې مناسبت په یوه رالیږلي پیغام کې ویلي، موږ د دې غمجنې پېښې له امله سخت خفه شوي یو او د خوښۍ ولسوالۍ او د هېواد د نورو ولایتونو سېلاب ځپلو خلکو ته د ډاډګیرنې مراتب وړاندې کوو. ”

افغانستان یو له هغو هیوادونو څخه دی چې په وروستیو میاشتو کې د سیلابونو او ځمکې ښویدنې له امله ډیر اغیزمن شوي دي. د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې زرګونه کسان بې ځایه شوي دي. د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر وايي، په لوګر، کونړ، لغمان، وردګو، ننګرهار، پکتیا، نورستان او پروان ولایتونو کې تر ټولو زیات زیانونه اوښتي دي.

د اتصالات په اړه: –

اتصالات افغانستان د اتصالات ګروپ یوه څانګه ده، چې د نړۍ یو له سترو مخابراتي کمپنیو څخه ده، چې مرکزي دفتر یې په متحده عربي اماراتو کې موقعیت لري. اتصالات افغانستان په 2007 کال کې په افغانستان کې خپلې چارې پیل کړې او په لنډ وخت کې په افغانستان کې دیره چټکه وده وکړه چې اوس مهال له 7 میلیون څخه ډیر پیریدونکي لري. د کیفیت له مخې لومړي مقام ته رسیدل، د هیواد په ټولو ولایتونو کې د غوره چوپړتیاوو، مناسب قیمت او پراخ او ځانګړي پوښښ وړاندې کول د دې شرکت له موخو څخه دي. اتصالات په ۲۰۰۷ کال کې د خپل فعالیت له پیل څخه تر اوسه پورې په افغانستان کې له ۴۰۰ میلیونو امریکایي ډالرو څخه زیاته پانګونه کړې او په هیواد کې د  3.75G یا د دریم نسل ګرځنده چوپړتیاوو لومړنۍ مخابراتي شبکه ده.

د لا ډیرو معلوماتولپاره له  www.etisalat.af او یا هم  www.facebook.com/etisalatafgڅخه لیدنه وکړئ.

Visits: 34

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.