ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اتصالات له خوا له راستنېدونکو افغانانو سره د ۵۰ ټنه خوراکي توکو مرسته

د اتصالات له خوا له راستنېدونکو افغانانو سره د ۵۰ ټنه خوراکي توکو مرسته

author avatar
14 Nov 2023 - 19:31
د اتصالات له خوا له راستنېدونکو افغانانو سره د ۵۰ ټنه خوراکي توکو مرسته
author avatar
14 Nov 2023 - 19:31

د، نومبر ۱۴مه ۲۰۲۳

د اتصالات مخابراتي شرکت، د افغانستان له خلکو سره د مرستې په موخه د خپلې ژمنې د یوې برخې په توګه،  د طورخم او سپین بولدک پولو ته څېرمه د راستنېدونکو پنډغالي کې پر هغو افغان کورنیو د خوراکي توکو د وېش لړۍ پیل کړې چې له پاکستان څخه راستانه شوي دي. په پام کې ده چې شاوخوا ۱۷۰۰ کورنۍ له دغو خوراکي کڅوړو څخه ګټه پورته کړي. په دغو خوراکي کڅوړو کې وريجې، لوبیا، دالنخود، بوره، چای او غوړي شامل دي. د خوراکي توکو د وېش لړۍ نن د ۲۰۲۳ کال د نومبر میاشتې په ۱۴ مه پیل او تر راتلونکو څو ورځو به دوام وکړي.

د اتصالات اجرایوي مشر ښاغلي محمد عثمان وویل، تر اوسه زرګونه افغانان چې هېواد ته راستانه شوي، زموږ مرستې ترلاسه کړي دي.

نوموړي همدارنګه زیاته کړه، موږ ژمن یو چې خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړو او په دې سخت حالت کې د افغانانو تر څنګ ولاړ یو.

د یادونې وړ ده، چې له پاکستان څخه هره ورځ په لسګونه زره افغانان هیواد ته راستنیږي، چې ډیری یې په ناوړه بشري وضعیت کې شتون لري.

له راستنېدونکو څخه يو تن وويل: “موږ په دې پنډغالي کې بند پاتې يو، ځکه چې موږ د تګ لپاره هيڅ ځای نه لرو. هوا سړه ده او لږ خواړه لرو. له اتصالات څخه مننه چې موږ ته یې خواړه راکړل.”

هېواد ته د افغانانو د راستنېدو له پیل راهیسې اتصالات هڅه کړې چې له راستنېدونکو سره د مرستې لپاره له خپلو سرچینو کار واخلي. د همدغو هڅو د یوې برخې په توګه، اتصالات په طورخم او سپین بولدک سیمو کې د وړیا سیمکارټونو د ویش لپاره خپلې ځانګړې هټۍ پرانیستي دي چې د وړیا سیمکارټ ترڅنګ وړیا دقیقي او وړیا انټرنټي کڅوړې هم لري. ددې ترڅنګ، اتصالات خپل لنډمهاله انټنونه هم لګولي ترڅو په سیمه کې د اړیکو نیولو پرمهال د پوښښ کوم خنډ رامینځته نه شي

 د اتصالات په اړه: –

اتصالات افغانستان د اتصالات ګروپ یوه څانګه ده، چې د نړۍ یو له سترو مخابراتي کمپنیو څخه ده، چې مرکزي دفتر یې په متحده عربي اماراتو کې موقعیت لري. اتصالات افغانستان په 2007 کال کې په افغانستان کې خپلې چارې پیل کړې او په لنډ وخت کې په افغانستان کې دیره چټکه وده وکړه چې اوس مهال له 7 میلیون څخه ډیر پیریدونکي لري. د کیفیت له مخې لومړي مقام ته رسیدل، د هیواد په ټولو ولایتونو کې د غوره چوپړتیاوو، مناسب قیمت او پراخ او ځانګړي پوښښ وړاندې کول د دې شرکت له موخو څخه دي. اتصالات په ۲۰۰۷ کال کې د خپل فعالیت له پیل څخه تر اوسه پورې په افغانستان کې له ۴۰۰ میلیونو امریکایي ډالرو څخه زیاته پانګونه کړې او په هیواد کې د  3.75G یا د دریم نسل ګرځنده چوپړتیاوو لومړنۍ مخابراتي شبکه ده.

د لا ډیرو معلوماتولپاره له  www.etisalat.af او یا هم  www.facebook.com/etisalatafgڅخه لیدنه وکړئ.

پای

Visits: 47

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.