زرنج (پژواک، ٢٠ تله ٩٤): نيمروز کې د رسنيو وضعيت د اندېښنې وړ دى او له همدې امله د دغه ولايت په يوشمېر سيمو کې د ايران د رسنيو شبکې پوښښ لري، چې افغان فرهنګ تر خپل اغېز لاندې راولي.
نيمروز کې کومه ورځپاڼه شتون نه لري، نو له همدې امله خلک د ورځې مهمو خبرونو ته لاسرسى نه لري.
د "نوا" او "ارمان" په نومونو خصوصي راډيوګانې له کابل څخه په نيمروز کې خپرونې لري او يواځې د کابل خبرونه خپروي.
د "دوست، سيستان او بارک" خصوصې راډيوګانې يواځې سندرې خپروي چې ځينې وختونه تفريحي پروګرامونه هم لري، خو د خبرونو او نورو مطالبو په اړه هيڅ هم نه لري.
د اطلاعاتو او فرهنګ رياست اړونده د "نيمروز" په نوم خپرونه او دولتي خبرونه د سيمه ييز ټلويزيون له لارې يواځې په مياشت کې يو ځلې چاپ کېږي چې د دولت د پاليسۍ ښکارندوي کوي.
د نيمروز خلک شکايت کوي، چې په دغه ولايت کې د رسنيو وضعيت د اندېښنې وړ دى او له همدې امله تر ډېره هغه راپورونه او مطالب چې د خلکو ستونزې څرګندې کړي، شتون نه لري.
دوى سر ټکوي چې دا ډول وضعيت د دې لامل شوى، څو خلک اړ شي چې د افغاني رسنيو پر ځاى ايراني رسنۍ وګوري.
د چهاربرجک ولسوالۍ يوه اوسېدونکي عطاءالله وويل: "له بده مرغه زموږ په ولسوالۍ کې نه چاپي او نه هم غږيزې او تصويري رسنۍ شتون لري او موږ اړ يو چې د ايران راډيويي او ټلويزيوني شبکې واورو او ووينو."
هغه پژواک ته وويل، چې دا کار د دې لامل شوى چې له يوه پلوه دوى د خپل هېواد او ولايت له مهمو پېښو بې خبره پاتې شي او له بل لوري خلک د پردي فرهنګ تر اغېز لاندې راځي.
نيمروز ولايت له ايران هېواد سره ګډه پوله لري او ايران د خپلو خپرونو د پوښښ لپاره په بېلابېلو سيمو کې غښتلي انتونونه لګولي، چې په نيمروز کې د ياد هېواد پنځه ټلويزيوني شبکې په اسانه توګه نيول کېدلى شي.
د فرهنګي فعاليت ترڅنګ، ايران تومان (پيسې) هم له ډېرو کلونو راهيسې په نيمروز، فراه او هرات ولايتونو کې دود دي، چې دا کار هېواد ته اقتصادي ضربه بلل کېږي.
د نيمروز يوه فرهنګي نجيب الله وويل، چې د ايراني رسنيو خپرونې، د هېواد اړونده مسايل او موضوعات خپروي او طبيعي ده چې د دغو رسنيو خپرونې د نيمروز پر اوسېدونکو د فرهنګي يرغل په څېر دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن