ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د وزګارتيا له امله ځينې شپې په وږي نس ويده کېږو”

4 Aug 2016 - 14:57
4 Aug 2016 - 14:57

 

کابل (پژواک، ١٤ زمرى ٩٥): په کابل کې يو شمېرکسبګر په وروستيو دوو کلونو کې د وزګارتيا له ډېرېدو شکايت کوي او وايي چې په يوه مياشت کې ايله پنځه ورځې کار پيدا کوي، ځيني نور بيا د شپې په وږي نس ويده کېږي او له پوروړو پټ ګرځي.

دوى د ملي يووالي حکومت، کسبګرو ته پر نه پاملرنه او وعده خلافۍ تورنوي او له چارواکو غواړي چې د ټولنې د بې وزله وګړو د ستونزو حل ته پاملرنه وکړي او هغوى ته کار پيدا کړي.

د پروان ولايت د شيخ علي ولسوالۍ اوسېدونکي او ګلکار ٣٦ کلن حيات الله له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وويل چې په پروان کې د کار د نشتوالي له امله، پنځلس ورځې له خپلې کورنۍ سره کابل ښار ته راغلى دى.

هغه وايي، سره له دې چې هره ورځ د کار پيدا کولو لپاره د کابل ښار د تايمني نهم سړک کې د کارګرو ټولېدو ځاى ته د کار موندلو په موخه راځي، خو تر اوسه يې يوه ورځ هم کار نه دى کړى.

نوموړى چې له وزګارتيا زيات ستړى ښکارېده، وويل چې د نوي حکومت له راتګ سره کارونه خراب شوي او ژوند ورته ګران شوى دى.

د نوموړي په خبره، تر دې وړاندې يې د دې توان درلود چې په پروان ولايت کې د ورځ مزدرۍ له لارې د خپلې کورنۍ لګښتونه پوره کړي.

هغه زياته کړه چې خپلې اته کسيزې کورنۍ ته د نفقې پيدا کولو تر څنګ د کابل ښار د چهار کلا سيمې په يوه غير پلاني او بې نقشې سيمه کې د يوې حويلۍ دوه زره کرايه هم ورکوي.

حيات الله وويل: ((که کار وي، نو د ورځې ٤٠٠ افغانۍ مزدوري اخلم او د خپلې کورنۍ اړتياوې پرې پوره کولى شم، خو که کار نه وي، د ژوند د اړتياوو پوره کول راته ګران دي.))

د کابل ښار د وزير اباد چهار کلا اوسېدونکي ٤٩ کلن سلطان علي د تايمني نهم سړک ته د کار لپاره راغلى، خو نن له غرمې وړاندې تر لسو بجو پورې لا هم ورته کار نه دى پيدا شوى.

نوموړى چې د يوې پنځه کسيزې کورنۍ مسووليت ور له غاړې دى او څاه کېدونکى دى، وويل چې په يوه مياشت کې له پنځو ورځو نه زيات کار نه شي کولى، مياشتينى عايد يې په مياشت کې له درې زرو افغانيو نه لوړېږي.

هغه هم وويل چې د ملي يووالي حکومت په رامنځته کېدو سره وزګارتيا ډېره شوې، خو تر دې وړاندې وضعيت ښه و او د کورنۍ ورځني لګښتونه يې پوره کولى شوى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version