کندهار (پژواک، ١٠ لړم ٩٥): د کندهار د پوهنې رياست چارواکي وايي چې په دې وروستيو کې د زده کوونکو د شمېر د کمښت او د ښوونکو د نشتوالي له امله پنځه بابه نور ښوونځي تړل شوي دي.
دغه ښوونځي په داسې حال کې تړل شوي چې په دغه ولایت کې د نا امنيو او ګڼو نورو ستونزو له امله ١٣٩ نور ښوونځي هم تړلي دي.
د کندهار د پوهنې رياست وياند نظرمحمد صميمي پژواک خبري اژانس ته وويل، يو ښوونځى په ژېړۍ، دوه په پنجوايي او درې په شاوليکوټ ولسوالۍ کې تړل شوي دي.
صميمي د دغو ښوونځيو د بندېدو لامل په دغو سيمو کې د زده کوونکو کم شمېر او د ښوونکو نشتوالى ياد کړ.
ده زياته کړه: ((له بده مرغه بايد ووايم چې د کندهار د پوهنې رياست که له يوې خوا د بندو ښوونځيو د بېرته پرانيستلو هڅې کوي، نو له بلې خوا يو شمېر ښوونځي تړي.))
د نوموړي په وينا، په ژېړۍ، پنجوايي او شاوليکوټ کې پنځه بابه ښوونځي ځکه وتړل شول چې هلته د زده کوونکو شمېر هومره نه و، څومره چې په يوه ښوونځي کې ورته اړتيا ليدل کېږي، دغه راز هلته د کدرونو نشتوالى هم جدي ستونزه وه؛ ځکه خلک د نا امنۍ او نورو ستونزو له امله زړه نه ښه کوي چې په لرې سيمو کې د ښوونکو په توګه دنده ترسره کړي.
صميمي ومنله چې له بده مرغه لا هم د ولسواليو ډېرى اوسېدونکي په خپلو اولادونو زده کړې نه کوي او د درس پر ځاى يې په بزګري، شپني او نورو کارونو بوخت کړي دي.
خو ده وويل د دې لپاره چې د دغو سيمو هغه کم شمېر زده کوونکي له زده کړو بې برخې نه شي، د هغوى لپاره يې سيمه ييز ټولګي جوړ کړي دي.
نوموړى زياتوي، سيمه ييز ټولګي د کندهار ښار په ګډون په ګڼو هغو ولسواليو کې د يو شمېر مرستندويه ادارو په مرسته ايجاد شوي چېرې چې ښوونځي نشته او يا د زده کوونکو شمېر هومره نه وي چې ښوونځى دې ورته جوړ شي.
د پوهنې رياست دغه وياند دا هم وويل چې د دې تر څنګ په يو شمېر سيمو کې د تړلو ښوونځيو د بيرته پرانيستلو هڅې کوي او د روان ښوونيز کاله له پيل راهيسې يوازې يو تړل شوى ښوونځى په دامان ولسوالۍ کې پرانيستل شوى دى.
ده يادونه وکړه چې د پوهنې رياست په پلان کې لري چې د ښوونيز کال تر پايله شاوخوا ٣٠ تړل شوي ښوونځي پرانيزي.
خو نوموړى د بندو ښوونځيو د بېرته پرانيستلو په لار کې د درسي کتابونو کمښت او د ښوونکو نشتوالى جدي ستونزې ګڼي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن