ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اتصالات خپل پیریدونکي عمرې حج ته واستول

28 Feb 2017 - 17:58
28 Feb 2017 - 17:58

د ټولنیز مسوولیت له مخې اتصالات د وفادارۍ پروګرام له لارې خپل ۱۵ پیریدونکي سعودي عربستان ته د عمرې حج لپاره واستول.

پدې اړوند د تللو څخه وړاندې یوه میلمستیا د تلونکو پیریدونکو لپاره چمتو شوې وه، په ناسته کې د اتصالات ادارې ډاډ څرګند کړ، چې دوی به تل خپلو پیریدوکو او ټولو افغانانو ته د پرمختګ هڅې ګړندۍ کوي او ژمن دی چې افغانانو ته په نړیواله کچه تولیدات برابروي او دوی سره به د پرمختګ په  هر ډګر کې مرسته کوي.

عمرې حج ته یوه غوره شوي پیریدونکي ښاغلي همایون سروري زیاته کړه، ډیر د خوښۍ ځای دی، چې د عمرې حج لپاره مکې معظمې ته روان یم،  د اتصالات څخه ډیر منندوي یم چې دا موکه یې ماته راکړه.

اتصالات د یوې اسلامي کمپنۍ په توګه، اسلامي فرهنګ دودولو ته ژمن دی؛ د قرآن پاک سیالۍ، د روژې مبارکه میاشت کې په بې وزلو او غریبو خلکو د خوړو ویش، د مسجدونو جوړول او عمرې حج ته د پیریدونکو لیږل شامل دي. 

د اتصالات افغانستان اجراییوي مشر ډاکټر صلاح په دې اړوند وویل، د بیت الله شریف زیارت کول د هر مسلمان هیله او ارزو وي، خو یواځې نیکمرغه او بختور خلکو ته چانس پیدا کږي، چې د اسلام دا ستره بنا په ځای کړي، نو له همدې امله مو تاسو ته دا موکه برابره کړه چې د بیت الله شریف زیارت وکړئ.

ډاکټر صلاح پیریدونکو لپاره د خوندي او نیکمرغه سفر هیله وکړه او له دوی څخه یې وغوښتل چې افغانستان په خپلو دعاګانو کې یاد وساتي د اتصالات وفادارۍ پروګرام د خپلو پیریدونکو څخه د مننې په ډول چمتو شوی دی. دا پروګرام زړه راښکونکی جایزې لکه؛ د نمرې بدلول، وړیا کریډیټ او د وفادارۍ کارټ لرونکی دی. په دې پروګرام کې په ګډون سره پیریدونکي د خرڅلاو په ځینو څانګو او هوټلونو کې کمښت ترلاسه کوي.

د افغانستان اتصالات په اړه:- د افغانستان اتصالات د اتصالات مخابرتي ګروپ یوه څانګه ده، چې مرکزی دفتر یې د عربو متحده اماراتو کې موقعیت لري او د نړۍ یوه له سترو مخابراتي کمپنیو څخه ده. اتصالات په ۲۰۰۷ کال کې په افغانستان کې خپلې چارې پیل کړې، اتصالات د غوره خدمتونو په وړاندې کولو سره اوس د هیواد یوه له پرمختللو مخابراتي کمپنیو څخه ده، چې تر ۴ ملیونه څخه ډیر فعاله پیریدونکي لري. اتصالات په هڅه کې دی، چې د غوره کیفیت، نویو خدمتونو، ټیټو بیو او د هیواد په هر ولایت کې د پراخه پوښښ په درلودلو سره بازار کې غوره ځای ومومي.

له ۲۰۰۷ کال راپدیخوا اتصالات له۳۰۰ ملیونه ډالرو څخه ډیره پانګونه کړیده او لومړۍ مخابراتي کمپنۍ ده چې په افغانستان کې د 3.75G خدمتونه وړاندې کړل.

دلاډیرو معلوماتو لپاره login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version