ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست ته د نوري فايبر شبکې غځېدو د شپږو مياشتو پرځای نږدې اووه کاله وخت نيولى

18 Apr 2017 - 14:37
18 Apr 2017 - 14:37

 خوست ښار(پژواک،٢٩ورى٩٦): د خوست يو شمېر مدني فعالان او د ولايتي شورا ځينې غړي پر دولتي مسوولينو نيوکه کوي چې د دوی د ناغېړۍ له امله د نوري فايبر پروژې پلې کولو د شپږو مياشتو پرځای نږدې اووه کاله وخت ونيوه.

د پروژې د کار پيل او لګښت

د نوري فايبرشبکې د پروژې چارې د ۲۰۱۱ ميلادي کال په جولای مياشت کې پيل شوې او هغه مهال ولايتي چارواکو ويل چې په شپږو مياشتو کې به بشپړې او خلکو ته به خپل خدمات وړاندې کېږي.

که څه هم تر ډېره بريده ددې شبکې چارې ترسره شوې دي، خو د اوو کلونو په تېرېدو سره اوس هم دغه پروژه نه يواځې بشپړه شوې نه ده، بلکې په ځينو مواردو کې ترسره شوې چارې يې بيا ترميم او يا له سره جوړولو ته اړتيا لري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version