ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په بغلان او ميدان وردګو کې دوه مهم طالبان نيول شوي

12 Jun 2017 - 15:49
12 Jun 2017 - 15:49

فراه- کابل (پژواک، ٢٢ غبرګولى٩٦): چارواکي وايي د بغلان ولايت د خوست فرينګ ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوى ولسوال له دوو نورو کسانو سره او د دې ډلې يو بل مهم غړى په ميدان وردګو کې نيول شوى او د فراه په پشتکوه ولسوالۍ کې دوه ملي پوليس وژل شوي دي.

د کورنيو چارو وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې نن سهار د بغلان ولايت د خوست فرينګ ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوى ولسوال، مولوي عبادالله او د هغه دوه ملګري يې د ملي پوليسو په کمين کې له دوه ميله کلاشينکوف او يوه اندازه مهماتو سره يوځاى نيول شوي دي.

په خبرپاڼه کې دغه راز ويل شوي چې د طالبانو يو مهم غړى چې په کابل کې يې په څو ډار اچوونکو بريدونو کې لاس درلود، له يوه اندازه مهماتو سره نيول شوى دى.

سرچينې ليکلي چې د طالبانو د ډار اچوونکو بريدونو مسوول او مهم غړى، قاري محمد الله د ميدان وردګو ولايت د امنيه قوماندانۍ له ترهګرۍ سره د مبارزې پوليسو په عملياتو کې د ياد ولايت په مارشال دره کې نيول شوى دى.

د کورنيو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، محمد الله نن سهار د هاوان له دوو مرميو او يوه اندازه مهماتو سره يوځاى هغه وخت ونيول شو چې د کابل پر ارغندۍ چوک يې د يوه بريد د جوړېدو نيت درلود.

په ياده خبرپاڼه کې ويل شوي چې محمد الله په لومړنيو پلټنو کې اعتراف کړى چې په کابل کې يې په څو بريدونو، په ځانګړې توګه پر چوک ارغندۍ دروازې په راکټي بريد کې چې پکې دوه لارۍ سوځېدلې او درې ملکي کسان ټپيان شوي وو، لاس درلود.

د يوبل خبر له مخې د فراه ولايت په پشتکوه ولسوالۍ کې ددولت د وسله والو مخالفينو په يوه کمين کې دوه پوليس وژل شوي دي.

د ياد ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند اقبال باهر ويلي چې د امنيه قوماندانۍ ياد شوي دوه پوليس پرون مازيګر په "کلاته شيردل" سيمه کې د ګزمې په حال کې و چې د وسلوالو طالبانو په کمين کې ووژل شول .

وسله وال طالبان بيا وايي په دې پېښه کې د يوه قوماندان په ګډون درې پوليس وژل شوي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version