ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهارۍ مېرمنې خپلو لاسي صنایعو ته بازار غواړي

16 Aug 2017 - 17:38
16 Aug 2017 - 17:38

کندهار (پژواک، ۲۵ زمری ۹۶): کندهارۍ مېرمنې وايي، سره له دې چې د لاسي صنایعو پر جوړولو ډېره خواري کوي، خو بازار ورته نه لري.

دوی شکایت کوي چې لاسي صنعت ته یې ارزښت نه ورکول کېږي؛ ځکه له تېرې یوې نیمې لسیزې راهیسې د حکومت له بار بار ژمنو سربېره، نه په کندهار کې د ښځو د لاسي صنایعو لپاره ځانګړی مارکېټ جوړ شو او نه هم له هېواده بهر بازار ورته وموندل شو.

د کندهارۍ مېرمنو د لاسي صنايعو عمده برخه د نارینه وو خامکي غاړې، ښځينه جامې، د کور د ښکلا او اړتيا بېلابېل توکي او نور دي چې د ستنې او تار په وسيله په ډېره ښکلې او ظريفه بڼه جوړېږي.

مېرمنې وايي، په خپلو لاسي توکو کې یې د وخت له غوښتنو سره د هغو په ډ‌یزاین او جوړښت کې نوښتونه هم کړي، خو بیا یې هم بازار پیکه دی.

د کندهار ښار د نهمې ناحیې اوسېدونکې ۳۵ کلنه لېمه وايي، لاسي صنعت یې د کور د ګټې وټې یواځینۍ وسیله ده، خو اوس ورڅخه ډېر کم عاید په لاس راوړي.

نوموړې پژواک خبري اژانس ته وویل: ((د اوو اولادونو مور یم، خاوند مې شهید شوی، زه او دوې لوڼې مې له تېرو څو کلونو راهیسې خامکي غاړې جوړوو او په بازار کې یې پلورو، خو د پخوا په شان بازار نه لري.))

دا وايي، د یوې ښې خامکي غاړې جوړول له یوې تر دوو میاشتو وخت غواړي چې د پخوا په پرتله یې اوس په ډیزاین کې نوښت هم کېږي، خو بیا یې هم خلک نه اخلي.

د دې په خبره، له هغه وروسته چې د خلکو عمومي اقتصادي وضعیت خراب شوی، نو د دوی د لاسي صنایعو پر پېر او پلور یې هم اغېز کړی دی.

دې وویل، پخوا له خلکو سره پيسې وې، هم یې ځانونو ته خامکي غاړې اخیستې او هم یې خپلو دوستانو ته د سوغات په توګه رانیولې.

خو دې یوه بل ټکي ته هم اشاره وکړه او ویې ویل، ماشیني بازاري کارونو هم د دوی د لاسي هنري کارونو بازار خراب کړی دی.

دا وايي: ((یوه په لاس جوړه شوې غاړه له ۱۰ تر ۲۰ زرو افغانیو بیه لري، خو په ماشین جوړه شوې غاړه له ۶۰۰ تر ۱۵۰۰ افغانۍ بیه لري، خلک هنریت ته نه ګوري او همدا ارزانه ماشیني غاړې اخلي.))

د ډنډ ولسوالۍ د ذاکر شریف سیمې یوې اوسېدونکې زرغونې هم پژواک اژانس ته وویل چې اوس ورڅخه دوکانداران ډېرې غاړې نه رانيسي، ځکه هغوى وايي چې د پخوا په پرتله يې رانيوونکي کم شوي دي.

دا وايي، په خپل کور کې به یې ډېرې خامکي غاړې جوړولې او بيا به يې په اوه- اته زره افغانۍ پر دوکاندارانو پلورلې او له دې لارې به يې د خپل کور اړتياوې پوره کولې، خو اوس یې کار په ټپه درېدلی دی.

د دې په خبره، د ستنې او خامک له کار پرته بل کار نه شي کولاى، ځکه خو اوس حيرانه ده چې څه وکړي؟

دا شکایت کوي چې له تېرو شپاړسو کلونو راهیسې اوري چې حکومت د مېرمنو د لاسي صنایعو لپاره ځانګړی مارکېټ جوړوي، خو په دې دومره اوږده موده کې نه مارکېټ جوړ شو او نه یې هم توکو ته ښه بازار وموندل شو.

د دې په وينا، اصلي ستونزه همدلته ده چې د ښځو لاسي صنعت ته ارزښت نه ورکول کېږي.

هغه وايي، یواځې خامکي غاړې نه دي چې بازار یې بایللی، بلکې ګڼ شمېر نور توکي هم چې د کندهار د مېرمنو له خوا جوړېږي، بازار نه لري او خلک یې په پرتله له بهر څخه را واردو شوو توکو اخیستو ته ارزښت ورکوي.

د رنګینې حمیدي په نوم یوه مېرمن هم چې د کندهارۍ خزانې په نوم د ښځینه لاسي صنایعو د جوړولو او تولید یو شرکت لري، ورته څرګندونې کوي.

دا وايي، ياد شوي شرکت به مېرمنو ته تار، ټوکران او د اړتيا وړ نور توکي ورکول او دوى به ورته د پيسو په بدل کې خامکي غاړې، د ښځو او ماشومانو جامې او نور ګنډل چې هغوى به بيا په کور دننه او له هېواده بهر پلورل.

خو دا وايي چې اوس د دغه شرکت کارونه محدود شوي او خپلې سلګونه کارکوونکې یې ځواب کړې دي.

هغې زياته کړه، مخکې چې بازار ښه و، سلګونه مېرمنې يې په کار بوختې کړې وې او د هغوى لاسي توکي يې نه يواځې په کور دننه پلورل، بلکې امريکا او څو نورو هېوادونو ته يې هم لېږل.

د دې په خبره، د مېرمنو د لاسي صنايعو بازار ځکه لوېدلى چې له يوې خوا د هېواد اقتصادي وضعيت خراب شوى او له بلې خوا د ګاونډيو هېوادونو له ماشيني توکو سره د خلکو لېوالتيا ډېره شوې ده.

نوموړې وايي، له بده مرغه په خلکو کې دا غلط ذهنيت ډېر عام شوى چې په خپل هېواد کې جوړو شوو توکو ته هومره ارزښت نه ورکوي، څومره چې يې له ګاونډيو هېوادونو څخه واردو شوو توکو ته ورکوي.

د دې په باور، تر هغه چې موږ خپل توليد ته ارزښت ور نه کړو، نو دا تمه نه شو کولاى چې نور دې زموږ لاسي صنايع واخلي او د هغوى په بازارونو کې دې ښه بيه ولري.

هغه وايي، د دې لپاره چې د کندهار د مېرمنو لاسي صنايع په کور دننه او بهر تود بازار ولري، په کار ده چې حکومت پر خامو موادو لږ ټکس واخلي، لاسي صنايعو ته د بازار موندنې په برخه کې دې ډېر کار وکړي او دغلته دې ورته ځانګړي ښځينه مارکېټونه جوړ کړي.

د کندهار د ښځو چارو ریاست مرستیاله مېرمن لیلما نوري مني چې د ښځو چارو وزارت په وار وار ژمنه کړې چې په کندهار کې به د ښځینه لاسي صنایعو د پېر او پلور لپاره ځانګړی مارکېټ جوړوي چې په خپله صنعتکارانې مېرمنې به یې پر مخ وړي، خو له بده مرغه تر اوسه دا کار نه دی شوی.

دې پژواک خبري اژانس ته وویل، له ښه مرغه په دې وروستیو کې د کندهار د ښځو چارو ریاست په نوښت یو ملي سوداګر چمتو شوی چې د کندهار ښار په عینو مېنه کې د خپل سوداګریز مارکېټ یو پوړ د ښځو لاسي صنایعو ته ځانګړی کړي.

دا وايي، په دې مارکېټ کې به شاوخوا ۶۰ دوکانونه د یوه کال لپاره له کرایې پرته مېرمنو ته په واک کې ورکړل شي، څو هغوی په کې خپل لاسي صنایع وپلوري.

د دې په خبره، په دې توګه به د کندهار د ښځو لاسي صنایع معلوم ادرس او مشخص ځای ولري چې بازار به یې ورسره وغوړېږي او مېرمنې به د دې جوګه شي چې له یوه کال وروسته میاشتنۍ کرایه هم ورکړای شي.

نوري یادونه وکړه چې دغه مارکېټ به له لوی اختر وروسته په فعالیت پيل وکړي.

بل خوا د کار او ټولنیزو چارو ریاست د کار آمر فضل الباري شمسي وايي چې دغې ادارې نه یواځې د لاسي صنعت د غوړېدو په موخه لسګونو مېرمنو ته روزنیز کورسونه جوړ کړي، بلکې د هغوی لاسي توکو ته د بازار موندنې هڅه یې هم کړې ده.

هغه په دې برخه کې د ښځینه لاسي صنایعو د هغه درې ورځني نندارتون یادونه وکړه چې په عینو مېنه کې د دغې ادارې د حرفوی زده کړو په مرکز کې د HRDA موسسې په مرسته جوړ شوی و.

دی زیاتوي، د دغه نندارتون موخه دا وه چې خلک له خپلو کورنیو لاسي صنایعو او تولیداتو سره اشنا شي او رانیولو ته یې زړه ښه کړي.

نوموړی له خلکو غوښتنه کوي چې له بهر څخه د را واردو شوو توکو پر ځای په کور دننه تولید شوو لاسي صنایعو ته ارزښت ورکړي او په رانیولو سره یې له صنتعکارو مېرمنو سره مرسته وکړي.

Views: 9

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version