ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خامکي غاړو ډېره ګټه ګنډونکو ښځو ته نه، سوداګرو ته رسېږي

6 Jan 2013 - 13:12
6 Jan 2013 - 13:12

کندهار (پژواک ١٧ مرغومى ٩١): د کندهار د ښځو د مشهور لاسي صنعت (خامکي غاړو) ډېره ګټه په خپله ښځو ته نه، بلکې دوکاندارانو او سوداګرو ته رسېږي.

خامکي غاړې د کندهار د ښځو ځانګړى لاسي صنعت دى، چې د ستنې او تار په وسيله په ډېره ښکلې او ظريفه بڼه پر رخت جوړېږي او بيا يې نارينه اغوندي.

کندهارۍ غاړې نه يواځې په افغانستان، بلکې له هېواده بهر په اروپا او امريکا کې هم ډېر مينه وال لري او په لوړه بيه يې پېري.

د کندهار ولايت ګڼې مېرمنې وايي، چې خامکۍ غاړې تود بازار لري، خو ستونزه دا ده، چې د دغه صنعت ډېره ګټه د ښار دوکاندارانو او سوداګرو ته رسېږي او هغوى يې يوازې مزدوري تر لاسه کوي.

خاطره د کندهار د ډنډ ولسوالۍ اوسېدونکې ده، نوموړې خامه کي غاړې جوړوي او بيا يې په بازار کې پر دوکاندارانو پلوري.

دا وايي، غاړې ګنډل لوى هنر دى، ډېر کړاو او خواري غواړي، خو هغوى ته يې هېڅ ګټه نه رسېږي، ځکه ډېره ګټه يې نور وړي.

هغې پژواک اژانس ته وويل: ((د يوې غاړې جوړول شپږ اووه مياشتې وخت غواړي، دا ټول د ستنې او تار کار دى او هر ټک يې په حساب کېږي، چې يو ټک غلط شي، ټوله غاړه خرابېږي.))

نوموړې له خپل دغه هنر څخه زړه ستړې ښکاري، ځکه دا وايي، چې د غاړو په ګنډلو کې يې نه يوازې ګټه کمه ده، بلکې دغه کار د مېرمنو سترګې هم کمزورې کوي.

دې زياته کړه، يوه غاړه پر دوکاندارنو په شپږ يا اووه زره افغانۍ خرڅوي، خو هغوى يې بيا له لس تر پنځلس او شل زره افغانيو پلوري.

د کندهار ښار د کابل شاه سيمې اوسېدونکې يوه بله مېرمن ناديه وايي، اصلي ستونزه دا ده، چې دلته ځانګړى مارکېټ نشته، چې ښځې په کې خپل لاسي صنايع وپلوري.

هغې زياته کړه: ((د مېرمنو لپاره دا ډېره دردوونکې ده، چې ډېره خواري دې هغوى وکړي او ګټه دې يې بېرته نارينه وو ته ورسېږي.))

نوموړې له ښځو چارو رياست او دولتي ادارو ګيله وکړه، چې له ډېرو ژمنو سربېره يې لا هم دغسې يو مارکېټ جوړ نه کړاى شو، چې ښځې په کې خپل لاسي صنايع وپلوري، تر څو چې په کندهار کې دغسې يو ځانګړى مارکېټ نه وي جوړ شوى، نو هېڅکله به هم د ښځو اقتصادي حالت ښه نه شي.

که څه هم خامک ګنډونکې له خپله کاره زړه ماتې دي، خو د خامخکي غاړو پلورونکي او سوداګر بيا خوشحاله دي، چې له مېرمنو يې په ټيټه بيه اخلي او په خپله يې په لوړه بيه پلوري.

د کندهار ښار په سرپوښ بازار کې د يخنونو يو دوکاندار رحمت الله وايي، چې خامخکي غاړې ډېر مينه وال لري او ورځ تر بلې يې بيې هم لوړيږي.

دى وايي، دا مهال په بازار کې يوه غاړه، چې ښه هنري کار پرې شوى وي، له لس څخه تر شل زره افغانيو بيه لري.

هغه پژواک ته زياته کړه: ((کندهارۍ غاړې تود بازار لري، دلته موږ ته له نورو ولايتونو هرات او شمال څخه خلک راځي دغه راز خلک يې ان اروپا او امريکا ته هم وړي، ځکه هلته مېشت افغانان يې زياتې رانيسي.))

د غاړو دغه پلورونکى وايي، چې دوى په کندهار ښار او ولسواليو کې په سلګونو مېرمنې ګومارلي، خامکي غاړې د پيسو په بدل کې ورته جوړوي او بيا يې ترې راوړي.

د ښځو چارو د رياست ترڅنګ په کندهار کې درې ښځينه ټولنې فعاليت کوي، خو بيا هم نه دي توانېدلي، چې دغه صنعت ته بازار ومومي او يا ورته ښځينه ځانګړى مارکېټ جوړ کړي.

دلته د تېرو لسو کلونو په اوږدو کې د ښځينه لاسي صنايعو لپاره يوازې يو نندارتون په ١٣٨٩ لمريز کال کې د ښځو چارو د رياست له خوا جوړ شوى و.

د کندهار د ښځو چارو رييسه رقيه اڅکزۍ وايي، چې څه موده وړاندې د ښار په ختيځ عينو مېنه ښارګوټي کې د ښځينه پارک او روزنيز مرکز د رغولو چارې پيل شوې، چې هلته به د مېرمنو لپاره د کسب او هنرونو د زده کړې زمينه برابره کړي.

دې پژواک اژانس ته وويل، څو ځلې يې د کندهاريو مېرمنو د لاسي توکو د پلورلو په موخه وزارت او نورو مرستندويه ادارو ته د ځانګړي مارکېټ جوړولو غوښتنه کړې، خو تر اوسه منل شوې نه ده.

بلخوا د کندهار د اقتصاد رييس محمدرحيم رحيمي وايي، د دې لپاره چې د دغه صنعت ډېره په خپله خامک ګنډونکو ښځو ته ورسېږي، په ولسواليو کې يې د ښځو ټولنې جوړې کړې دي.

هغه زياته کړه: ((موږ په ځينو ولسواليو کې د ښځو اتحاديې جوړې کړې دي، تر څو د دغو اتحاديو له لارې ښځې خپل توکي د دې پر ځاى چې پر دوکاندارانو او سوداګرو وپلوري، په خپله يې مارکېټ وړاندې کړي او ګټه يې هغوى وخوري.))

نوموړى وايي، د يوې بهرنۍ موسسې په مرسته په پلان کې لري، چې د ښځو د لاسي صنعت لپاره ځانګړى بازار جوړ کړي، چې په دې توګه به مېرمنې وتوانېږي خپل توکي په خپله وپلوري او ټوله ګټه هغوى ته ورسېږي.

Views: 23

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version