فراه (پژواک، ٦ تله ٩٦): تېره شپه د فراه په مرکز کې پر يوه امنيتي پوسته د دولت د وسله والو مخالفينو بريد کې پنځه پوليس وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
د فراه د والي وياند ناصر مهري د دغه ټکي د څرګندولو تر څنګ وويل چې بريد فراه ښار ته څېرمه په شاه ولي کلي کې شوى دى.
د نوموړي په خبره، د پېښې ټپيان د فراه ملکي روغتون ته لېږدول شوي او روغتيايي وضعيت يې ښه بلل شوى دى.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد د بريد مسووليت پر غاړه اخيستى او ويلي يې دي چې په دغه بريد کې د پنځو پوليسو د وژل کېدو تر څنګ، يو شمېر وسلې او مهمات هم د طالبانو لاس ته ورغلي دي.
د راپورونو له مخې، په وروستۍ يوه اوونۍ کې په فراه کې د امنيتي ځواکونو پر سنګرونو د طالبانو بريدونو کې ٢٥ پوليس وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن