د کب ۱۴مه،۱۳۹۶ کال: د برېښنايي تذکرو د وېش ژر پیل د هېواد پر دښمنانو کلک ګوزار دی؛ موږ پر خپل افغانیت او اسلامیت ویاړو او هر هغه څوک چې له دغو ویاړلو کلمو سره مخالفت کوي، د هېواد له اساسي قانون څخه سرغړوونکي او باغیان يې بولو. موږ د بېلابېلو ولایتونو د قومي شوراګانو او مدني ټولنو غړي، پر یو غږ د تذکرو د وېش پروسې د پیلېدو ملاتړ کوو او له اړوندې ادارې غواړو چې د هغو کسانو لپاره دې ژر تر ژره تذکرې چاپ کړي چې د نوم لیکنې پروسه یې بشپړه شوې ده.
موږ پر ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائیه ريیس ډاکټر عبدالله عبدالله غږ کوو چې نور دې ولس په انتظار کې نه پرېږدي، د خلکو غوښتنې دې ومني او ولسمشر دې له خپل صلاحیته کار واخلي؛ د تذکرو د وېش ځانګړې ادارې ته دې لارښوونه وکړي چې د پیل په توګه دې د کابل ښار په څلورو زونونو کې د تذکرو د وېش لړۍ پیل کړي.
الکترونیکي تذکرې د برېښنایي حکومتولۍ، ملي او سیاسي ثبات، رڼو ټاکنو د تضمین، د نفوسو کره شمېر څرګندېدو، روغتیایي بېمې، لایسنس او د جرایمو په تشخیص او کمولو کې خورا بنسټیز رول لري او چې څومره ځنډېږي، هومره هېوادوال له خپل حقه بې برخې پاتې کېږي.
د تذکرې لرل د هر افغان حق دی، موږ نه غواړو چې زموږ حقونه د یو شمېر خودغرضه سیاستوالو د سیاسي لوبو قرباني شي. که چېرې له ارګه بهر هم ژر تر ژره د تذکرې د وېش مرکزونه پرا نه نیستل شي، نو موږ به د ارګ مخې ته اعتصاب وکړو او تر هغه به خپل مدني اعتراض ته دوام ورکړو چې له ارګ څخه د باندې د تذکرو د وېش مرکزونه نه وي جوړ شوي.
د تذکرو د وېش بهير پيل د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې د سترو غونډو په ترڅ کې له تود هرکلي سره مخ شوى او خلک يې د اخيستو تږدي دي، نو حکومت دې د دغه بهير په پراخېدو او چټکولو سره افغانانو ته د تذکرو د ورکړې اسانتيا برابره کړي څو په لومړي ځل د يوې معياري او منل شوې پېژندپاڼې خاوندان شي.
افغانستان زموږ هېواد او افغانیت زموږ ویاړلې پېژندګلوي ده، پښتانه، تاجکان، ازبکان، هزاره ګان، ترکمنان، بلوڅان، پشه یان، نورستانیان، ایماق، عرب، قرغيز، پاميريان، ګوجر، قزلباش، براهویان او نور قومونه د دغه هېواد اصلي واکداران دي. هېڅ افغان له بل افغان څخه زيات او هېڅ یو له بل څخه کم نه دی.
سر لوړی او اباد دې وي افغانستان!
بریالي دې وي افغانان!
د نورو معلوماتو لپاره له زموږ سره په اړيکه کې شئ.
برېښناليک: all.afghan.counci@gmail.com
د اړيکو شمېرې: ۰۷۹۷۰۰۸۸۴۴ او ۰۷۴۴۳۸۵۱۵۷
Visits: 12
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن