ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بریالی: پر یوه قوماندان تر پلورل کېدو وروسته جنسي تېري راباندې وشول

15 May 2018 - 13:33
15 May 2018 - 13:33

تالقان (پژواک،٢٥غويى٩٧): يو هلمندی ماشوم چې له پاکستانه د دیني زده کړو په موخه کندوز ولایت ته تللی و او بیا تخار ولایت ته بیول شوی، وايي چې هلته پر یوه قوماندان تر پلورل کېدو وروسته پرې جنسي تېري شوي، نشه يي توکي ورکړل شوي او ګډول شوی دی.

دغه هلمندى ماشوم بريالى (مستعار نوم) نومېږي، ١٢ کاله عمر لري او اوسمهال په تخار کې د ماشومانو د روزنې په مرکز کې اوسېږي.

د تخار يو شمېر امنيتي چارواکو د پژواک خبري اژانس له خبريال سره همکاري وکړه، څو دغه ماشوم پيدا کړي او مرکه ورسره وکړي.

بريالى چې کله د مرکې ځاى ته راوستل شو، نو په ډېرې حيرانتيا سره يې د پژواک خبريال، مايک، کامرې او نورو وسايلو ته کتل او له وېرې رېږدېده.

د بريالي پلار د هلمند دی او مور يې د پېښور اصلي اوسېدونکې ده، مور او پلار يې دا مهال په هلمند کې ژوند کوي خو نوموړی له خپل نيکه سره د پېښور په يوسف اباد کې اوسېده.

بريالى: کله به چې نشه شوم، بيا به يې راباندې جنسي تېرى کاوه

نوموړى خپله کېسه زړه نا زړه داسې پیلوي: “زه اته کلن وم چې مور او پلار مې هلمند ته راغلل، زه له خپل نيکه سره ځکه پېښور کې پاتې شوم، څو ديني زده کړې وکړم.”

هغه وويل چې د پېښور په مدرسه کې د کندوز ولايت يو شمېر اوسېدونکو هم له ده سره زده کړې کولې.

ده زياته کړه: “هلته مې درس خلاص شو، دستار بندي هم وشوه، همصنفيانو مې راته وويل چې نور درس به د کندوز په امام صاحب ولسوالۍ کې ووايو، نو څه وخت وروسته کله چې دوى راتلل، زه هم ورسره کندوز ولايت ته راغلم.”

د بريالي په وينا، د کندوز د امام صاحب ولسوالۍ په مکي مدرسه کې يې زده کړې پيل کړې خو له يوې مياشتې زده کړو وروسته یې د اسحاق په نوم له يوه کس سره اشنايي پيدا شوه.

ده وويل: “اسحاق راته وويل چې کندوز کې وضعيت خراب دى، تخار ته به ولاړ شو، هلته ډېرې ښې مدرسې دي، زه د هغه په خبرو وغوليدم او دواړه تخار ولايت ته راغلو.”

بريالی وايي، کله چې له اسحاق سره د تخار دشت کلا ولسوالۍ ته ورسېد، نو درې شپې يې له اسحاق سره په يو کور کې تېرې کړې.

بريالى غلى شو، بيا يې په ژړغوني غږ وويل: “اسحاق له يو چا سره په ټيلېفون کې خبرې کولې او ورته ويل یې چې يو هلک مې راوستى، خرڅوم يې درباندې، ډېر ښايسته دى، ما چې کله دغه خبرې واورېدې، سخت وډار شوم، خو هېڅ مې هم نه شول کولاى.”

د هغه په وينا، د شپې شاوخوا ١١ بجې وې چې يو شمېر وسله وال راغلل او دى یې په زور موټر ته پورته کړ او ورته يې وويل چې ته يې پر قوماندان عنايت خرڅ کړى يې.

ده زياته کړه: “ما چې دا وارېدل په ژړا شوم، خو دغو کسانو زه ووهلم او په زور يې موټر کې واچولم، څو ساعته مو مزل وکړ، بيا يو کور ته ورسېدو، هلته په کور کې دننه ډېر وسله وال کسان وو، زه يې يوې کوټې ته بوتلم، هلته درې کسان ناست وو چې يو ته يې قوماندان عنايت ويل.”

بريالی وايي چې قوماندان له يو شمېر نورو کسانو سره د شرابو پر څښلو بوخت و او ده ته يې هم په زور شراب ورکړل.

ده وويل: ((ښه ډېر شراب يې راکړل، نور پر ځان نه پوهېدم، سهار چې کله په هوش شوم، نو له قوماندان عنايت سره په بستره کې پروت وم او ځان مې هم ډېر په درد و، نو پوه شوم چې جنسي تېرى راباندې شوى دى.))

د بريالي د معلوماتو له مخې، پنځه مياشتې يې له قوماندان عنايت سره تېرې کړې دي او په دې موده کې يې څو ځلې د نجونو جامې ور اغوستې، په محفلونو کې یې ګډولى او هره شپه يې څو ځلې جنسي تېرى پرې کړى دى.

د بريالي پر دواړو لاسونو د ټپونو نښې ښکارېدې، هغه په دې اړه وويل: “کله چې به مې له ګډا او يا هم د شرابو له څښلو انکار کاوه نو لګېدلى سګرټ او يا هم چرس به يې زما په لاس کېښوده او په زور به يې ګډولم او شراب به يې راکول.”

د هغه په وينا، يوه ورځ قوماندان عنايت خپل کور ته بوته او هلته يې پر ښځو ټينګار وکړ چې دغه هلک ته له کوره د وتلو اجازه مه ورکوئ.

بريالي وايي: “ما ښځو ته ډېر عذر وکړ چې تر سړکه ځم بېرته ژر راځم، کله چې سړک ته ورسېدم، يو موټر راغى، لاس مې ورکړ، ور پورته شوم، په لار کې ډريور رانه ځيني پوښتنې وکړې، بيا يې خواجه بهاءالدين ولسوالۍ ته بوتلم.”

ده وويل چې موټر چلوونکي د ده له خبرو په ګټې اخيستنې سره، دى په خواجه بهاوالدين ولسوالۍ کې قوماندان حکيم ته وسپاره، خو بيا هغه هم د فريدون په نوم يوه بل کس ته وسپاره.

د هغه په وينا، فريدون ورباندې جنسي تېرى ونه کړ خو د نجونو په جامو کې یې ډېر وګډاوه.

ده وويل چې يوه موده يې له فريدون سره هم تېره کړه خو يوه ورځ امنيتي ځواکونو د فريدون پر کور چاپه ووهله او دی یې له ځان سره راوست.

بريالی دا مهال د تخار د مرکز تالقانو ښار کې د ماشومانو په یوه روزنتون کې له يو شمېر نورو ماشومانو سره يو ځاى اوسېږي.

د عدليې رييس: د بريالي موضوع سل په سلو کې انساني قاچاق دى

د اړوندې موضوع په اړه د تخار د عدليې رييس او د دغه ولايت د انساني قاچاق پر وړاندې د مبارزې د عالي کمېسيون د ولايتي کمېټي مشر حشمت الله حشم پژواک ته وويل چې د روان کال په اوږدو کې له دوی سره تر اوسه ١٦ د انساني قاچاق پېښې ثبت شوې دي.

ده وويل چې په دې پېښو کې يوه يې هم د بريالي موضوع ده چې بايد عاملين يې ونيول شي او د قانون منګولو ته وسپارل شي.

حشم وايي چې د انساني قاچاق د مخنيوي په اړه څو ځلې دوى د عامه پوهاوي پروګرامونه ترسره کړي خو په دغه ولايت کې دغه ډول پېښې د زورواکو او قوماندانانو له لوري ترسره کېږي.

امنيه قومانداني: د بريالي د پېښې په اړه معلومات نه لرو

د تخار د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال نظام الدين غوري پژواک ته وويل چې په رسمي ډول د بريالي موضوع تر اوسه له دوى سره نه ده شريکه شوې.

غوري وويل چې په دې اړه به څېړنې وکړي او عاملين به يې ډېر ژر د قانون منګولو ته وسپاري.

خو بل لور ته کوم مکتوب چې شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې د تخار څارنوالۍ له لوري امنيې قوماندانۍ ته لېږل شوى او يوه کاپي يې پژواک هم ترلاسه کړې، په کې راغلي چې د بريالي د پېښې په اړه دې قوماندان عنايت، قوماندان حکيم او فريدون ډېر ژر جلب شي.

هڅه مو وکړه چې په دې اړه له يادو کسانو سره هم خبرې وکړو خو هغوى په دې اړه له څه ويلو ډډه وکړه.

بل لور ته په شمال ختيځ زون کې د بشري حقونو خپلواک کمېسيون د ماشومانو څانګې مسوول بسم الله وزيري پژواک ته وويل چې له بريالي سره هر ډول ظلم شوى، بايد عاملين يې ډېر ژر ونيول شي او د خپلو اعمالو پر سزا ورسول شي.

ده وويل: ((بريالى معتاد شوى، جنسي تېرى پرې شوى او ګډول شوى هم دى؛ يعنې هر ډول ظلم ورسره شوى دى چې دا ډېره بده او خواشينوونکې پېښه ده.))

د وزيري په وينا، په دې قضيه کې ټول هغه کسان شامل دي چې په شکل د اشکالو له يو شمېر دولتي چارواکو سره په کابل او ولايتونو کې نږدې اړيکې لري.

ديني عالم: قران کريم دغه ډول اعمال حرام بللي دي

په دې اړه د تخار د مرکزي دارالعلوم استاد مولوي محبوب الله حنيف پژواک ته وويل چې په قران کريم کې لواطت، زنا او ورته نورې کړنې حرام او کبيره ګناه بلل شوې دي.

د هغه په وينا، هغه کسان چې دغه ډول کړنې ترسره کوي، بايد شرعي حدود پرې جاري شي.

دغه راز د انسان قاچاق او د کډوالو د قاچاق قانون د درېيمې مادې په لومړۍ فقره کې راغلي چې د ناوړه ګټې اخيستنې په منظور د شخص استخدامول او يا هم د زيان مننې يا مجبوريت له حالت څخه ناوړه ګټه اخيستل، د انسان قاچاق ګڼل کېږي.

د همدې مادې په بله برخه کې راغلي چې د ناوړه ګټې اخيستنې په موخه د ماشوم تر واک لاندې راوستو ته هم انساني قاچاق ويل کېږي.

د ياد قانون په لسمه ماده کې راغلي، که چېرې د انساني قاچاق په پېښه کې مجني عليه ښځه يا ماشوم وي، د جرم مرتکب پر اته کاله بند محکومېږي.

د يادونې ده، همدا مهال د بريالي په څېر ګڼ شمېر ماشومان د افغانستان په شمالي ولايتونو کې د يو شمېر زورواکو له خوا له ورته برخليک سره مخ دي، خو تر اوسه يې پېښې نه دي په ډاګه شوې.

Views: 6

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version