کابل (پژواک، ۲۵ غبرګولی ۹۷) ولسمش اشرف غني په یوه هوایي برید کې د پاکستانیو طالبانو د مشر ملا فضل الله وژل کیدل تایید کړ.
تر دې مخکې نن سهار امریکایي سرچینو ویلي، چې دتیرې چهارشنبې په ماښام د کونړ ولایت په مربوطاتو کې د امریکایي ځواکونو په یوه هوایي برید کې ملا فضل الله وژل شوی دي.
ولسمشر غني دغبرګولي په ۲۵مه، په ټولنیزه شبکه ټویټر کې لیکلي، چې نن یې د پاکستان موقت صدر اعظم ناصر الملک او د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه سره یې ټیلیفوني اړیکې نیولې او هغوی ته یې د ملا فضل الله وژل تایید کړ.
هغه زیاته کړې، چې د ملا فضل الله د وژلو په عملیاتو کې دافغانستان استخباراتو مهمه ونډه لرله.
ولسمشر غني دغه راز له یادو پاکستانیو مشرانو غوښتي دي، چې پخپل هیواد کې میشت افغان طالبان د سولې خبرو اترو میز ته راولي.
ده ویلي : (( د پاکستان د پوځ مشر او صدر اعظم د اختر په ورځو کې داوربند په اړه راته مبارکي راکړه او دا یې لویه لاسته راوړنه وبلله.))
د ولسمشر اشرف غني په وینا، پاکستانیو چارواکو ډاډ ورکړ، چې د ملا فضل الله وژل کیدو سره به ددواړو هیوادونو ترمنځ دباور فضا نوره هم پیاوړې شي او ژمنه یې وکړه، چې افغان طالبان سولې ته اماده کړي.
ملافضل الله چې د پاکستان د پيښور ښار د ښوونځي ترڅنګ په ګڼ شمیر بریدونو کې تورن و، دپاکستان او امریکا لخوا یې پر سر انعام اعلان شوی او هغوی ته مطلوب و.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن