پل علم(پژواک، ۲۶غبرګولى٩٧): د لوګر د برېښنا رياست چارواکي وايي چې د ولايت د مقام او امينې قوماندانۍ په ګډون ٤٢ دولتي ادارې د برېښنا د لګښت د نه ورکولو له امله ٢٣ ميليونه افغانۍ پوروړې دي.
د لوګر د برېښنا رييس نورالدين ستانکزي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ولايت په کچه ٤٢ لويې او وړې ادارې يې د برېښنا د لګښت له پلوه پوروړې دي.
د هغه د معلوماتو له مخې، په دې ادارو کې د ولايت مقام، امنيه قوماندانۍ، څارنوالي، محکمه، ولايتي شورا، د ملي امنيت، کرنې، پوهنې، د سرحدونو، شهيدانو او معلولينو او د کليو پراختيا رياستونو ترڅنګ ځينې نورې ادارې هم له دوى څخه پوروړې دي.
هغه زياته کړه: (( د برېښنا رياست يوه تصدي ده چې د خپلو کارکوونکو امتيازات او تنخوا له خپلو عوايدو ورکوي، خو دلته ډېرو ادارو زموږ پيسې نه دي راکړي چې موږ يې له مشکل سره مخ کړي يو.))
د ستانکزي د معلوماتو له مخې، له تېرو څو کلونو راهيسې دغه ادارې له دوى څخه ٢٣ ميليونه افغانۍ پوروړې دي چې ډېره برخه يې د ولايت مقام او امنيې قوماندانۍ پورې تړاو لري.
ده زياته کړه چې له ټولو ادارو څخه يې په وار وار په ليکلي بڼه د پيسو د تحويلولو غوښتنه کړې، خو چا دغه کار نه دى کړى.
دغه راز ستانکزي دا هم وويل چې تر يوې مياشتې وړاندې پورې يې د دولتي ادارو ترڅنګ شاوخوا دوه نيم زره کورونو او هټيو ته برېښنا ورکړې وه چې د دولتي ادارو لپاره يو کيلو واټ په ٤٥ افغانۍ او د کورونو او سوداګريزو ساحو لپاره يې په ٣٤ افغانۍ ورکړې وه.
خو دى وايي: (( کله چې له کابل څخه وارداتي برېښنا راغله اوس مو شاوخوا کليو ته ٢٤ ساعته برېښنا ورکړې چې د دولتي ادارو لپاره کيلو واټ په ١٧ افغانۍ او د کورونو لپاره بيا په شپږ نيمې افغانۍ دى.))
د يادو څرګندونو په اړه د لوګر د والي وياند شمشاد لاروى پژواک ته وويل چې د ولايت مقام ترڅنګ يو شمېر نورې ادارې هم د برېښنا له رياست څخه پوروړې دي.
هغه زياته کړه: (( موږ ورسره زور نه کوو او نه يې هم حق خورو، خو د پور ډېره برخه په مخکنيو کلونو او چارواکو پورې اړه لري.))
د لاروي په وينا، لوګر کې د برېښنا د لګښت بېه لوړه ده او ډېرى وزارتونه خپلو رياستونو ته لږ پيسې ورکوي، نو ځکه د برېښنا د لګښت له امله پوروړي کېږي.
هغه د بېلګې په توګه وويل: (( د سيمه ييزو چارې ادارې موږ ته د درېيو مياشتو د برېښنا د لګښت لپاره ٣٠ زره افغانۍ راکړي، خو په دې موده کې پر موږ ٣٥٠ زره افغانۍ د برېښنا د لګښت بيل راغلى دى.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن