ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د امو سيند د تخريباتو له امله د بلخ ډېرې سيمې ازبکستان سره يو ځاى کېږي

25 Jun 2018 - 11:17
25 Jun 2018 - 11:17

مزار شريف ( پژواک، ٤ چنګاښ،۹۷): د بلخ ولايت د شورتېپې او کلدار ولسواليو اوسېدونکي وايي چې لسګونه زره جريبه ځمکه او سلګونه کورونه يې امو سيند وړي دي.

دوی زياتوي چې يواځې په تېرو دوو کلونو کې د شورتېپې د هزار توقي سيمې ۲۲۴۰ جريبه ځمکه او ۵۶۰ د استوګنې کورونه، د سيند د اوبو د زياتېدو پر مهال ويجاړ شوي چې له امله يې افغان خاوره، ازبکستان لور ته وړې ده.

د بلخ ولايتي شورا هم وايي چې که د امو سيند د تخريباتو مخه ونه نيول شي؛ نو راتلونکو څو کلونو کې به د شورتېپې او کلدار ولسواليو ۸۰ سلنه خاوره د ازبکستان لور ته لاړه شي.

له دې سره د بلخ د دريايي حوزې مسولين د امو سيند پر څنډو د اساسي استحکاماتو جوړېدل، له خپلې وسې پورته کار بولي.

امو د هېواد په شمال کې هغه لوی سيند دی چې له افغانستان سره د ازبکستان، تاجکستان او ترکمنستان هېوادونو پر ګډه پوله بهېږي.

دغه سيند د منځنۍ اسيا له هېوادونو سره د افغانستان طبيعي سرحد يادېږي، خو وروستيو کلونو کې يې د اوبو د تخريباتو له امله د افغانستان زياته اندازه ځمکه او د استوګنې کورونه ويجاړ کړي دي.

شورتېپه او کلدار د امو سيند پر څنډو پرتې د بلخ ولايت هغه دوه ولسوالۍ دي چې د مسوولينو په وينا، د تخريب کچه په کې ډېره لوړه ده.

له اتيا کيلو متره مزل وروسته، د شورتېپې ولسوالۍ هزار توقي سيمې ته ورسېدو، چېرته چې همدا تېرو دوه کلونو کې زرګونه جريبه ځمکه او د استوګنې سلګونه کورونه، د سيند اوبو له ځان سره وړي دي.

د هزار توقي سيمې له اوسېدونکو سره تازه د اوبو او برېښنا وزارت د يو لړ وسايلو او توکو مرسته کړې چې په موقتي ډول د اوبو د تخريب مه پرې ونيول شي.

په دې ورځ د هزار توقي سيمې د نهو کليو لسګونه اوسېدونکي راټول شوي او د اوبو د تخريباتو د مخنيو په موخه د سيند پر څنډو موقتي موانع جوړوي.

په دې منځ کې د جمعه مراد په نوم ۶۰ کلن سپېن ږيری هم په کار بوخت دی چې د خبرو کولو لپاره يې موږ څنګ ته ورغلو.

نوموړي ځان د شور تېپې ولسوالۍ د هزار توقي سيمي د شيخ کلي اوسېدونکی را وپېژانده او ويې ويل چې ټوله شتمني يې په سيند لاهو شوې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version