ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په بدخشان کې تر ۴۰ سلنه ډېر ماشومان د خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي

25 Jun 2018 - 18:34
25 Jun 2018 - 18:34

فيض اباد (پژواک،٤ چنګاښ٩٧): د بدخشان چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې ۴۰ سلنه هغه ماشومان چې عمر یې تر پنځو کلونو کم دی په داسې حال کې د خوارځواکۍ په ناروغۍ اخته دي چې نړیوال غذايي سازمان(WFP) په دې ولایت کې له خوارځواکه ماشومانو سره خپلې مرستې درولې دي.

 د بدخشان د عامې روغتیا رییس ډاکتر نور خاوري پژواک خبري اژانس ته وویل چې نړیوال غذايي دفتر(WFP) د یاد ولایت له عامې روغتیا ریاست سره همغږي نه درلوده او له خوارځواکه ماشومانو سره مرستې یې په یو اړخیز ډول بندې کړې دي.

 نوموړي زیاته کړه: (( هیله من یو چې د (WFP) موسسه پر خپله یو اړخيزه پرېګړه بیا کتنه وکړي او په دغه ولایت کې له خوارځواکه ماشومانو سره د مرستو پروګرامونه بیا پیل کړي او تېرو کلونو ته ورته د عامې روغتیا له ریاست سره په همغږي ډول کار وکړي؛ ځکه د یاد ولایت له درېیو ولسوالیو څخه پرته په ټولو سیمو کې خوارځواکي ماشومان ځوروي؛ موږ یې مرستو ته جدي اړتیا لرو.))

 بل خوا بیا د غذا د نړیوالې موسسې (WFP) مشر محمد عمر ارین د مرستو د بندېدو په اړه وویل: (( دا سمه ده چې (WFP) موسسې په یاد ولایت کې له خوارځواکه ماشومانو سره مرستې درولې دي، ددغې موسسې مشر اوس اېټالیا ته سفر کړی او په راتلونکې اوونۍ کې به بېرته بدخشان ته راشي؛ موږ به په خپله ناسته کې د عامې روغتیا له ریاست، یوناما دفتر او WHO سره په ګډه د مرستو له سره د پیل په اړوند پرېکړه وکړو.))

د فیض اباد روغتون د خدماتو مسوول ډاکتر اکبر بیغش وايي، په کورنیو کې د ماشومانو له روغتیايي ساتنې دمور او پلار د عامه پوهاوي نه شتون، د ماشومانو د روغتیا ساتنې او غذايي موادو کمښت، په لرې پرتو سیمو کې پاکو اوبو ته د کورنیو د لاس رسي نه شتون په ماشومانو کې د خوارځواکۍ لوی لاملونه دي.

نوموړي زیاته کړه، په ګرم موسم کې ماشومان په نس ناستې او استفراغ اخته کېږي، چې دا خپله په دوی کې د خوارځواکۍ د رامنځ ته کېدو لپاره لاره هواروي چې له پنځه کاله کم عمر لرونکي ماشومان په خوارځواکۍ اخته کوي.

نوموړي زیاته کړه: (( د اوس لپاره موږ د فیض اباد په ولایتي روغتون کې د خوارځواکه ماشومانو لپاره ۱۲ بستره لرو؛ خو په خورځواکۍ باندې اخته ۲۳ ماشومان مو بستر کړي چې د ځای د نه شتون له وجې مو په ځينو بسترو له دوه تر درې ماشومان هم بستر کړي او په دې او نورو ناروغیو د  اخته بستر ماشومانو درملنه کوو.))

د نوموړي د معلوماتو له مخې، یواځې د روان کال د غبرګولي په میاشت کې يې ۴۶ په خوارځواکۍ اخته  ماشومان بستر کړي او د ۲۹ ماشومانو له بستر څخه بېرون درملنه شوې ده.

د فیض اباد د ولایتي روغتون د خدماتو مسوول وايي، د هغو ماشومانو له ډلې دوه یا درې یې له منځه ځي. د عامې روغتیا وزارت نه شي کولای په یواځې ډول د نورو شخصي سکتورونو له مرستې پرته په یاده ستونزه برلاسی شي؛ کله چې د بېوزلۍ کچه را کمه شي موږ د خورځواکۍ کچه هم راکمولای شو.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version