ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هېواد بېلا بېلو برخو کې ښځې د ټاکنو په اړه معلومات نه لري

30 Sep 2018 - 19:29
30 Sep 2018 - 19:29

 کابل (پژواک، ٨ تله ۹۷): د هېواد په یوه څنډه کې یوه سپین سرې وايي چې تر اوسه یې کلي ته هېڅوک نه دي ور راغلي چې د ولسي جرګې د ټاکنو په اړه معلومات ورکړي.

 د دایکنډي د مرکز ۶۵ کلنه اوسېدنکې ګلثوم د دې په څرګندولو چې د ټاکنو د بهیر په اړه پوره معلومات نه لري پژواک خبري اژانس ته وویل چې د ټاکنو په اړه پوره معلومات نه لري دا خو پر ځای پرېږده چې په دغه ولایت کې دې د نوماندانو په اړه معلومات ولري.

 نوموړې زیاته کړه: ((تر اوسه د ټاکنو د کارکوونکي په نوم زموږ کلي  ته هېڅوک نه دي راغلي چې د ټاکنو په اړه معلومات راکړي او په دې مو وپوهوي چې رایه څه ډول ورکړو او څنګه خپل وکیل وټاکو.))

 هغې څرګنده کړه چې څه موده مخکې یې د ګاونډۍ مېرمنې په هڅونه کور ته په نږدې ښوونځي کې پر خپله تذکره سټېکر لګولی دی خو په دې نه پوهېږي چې چاته او څه ډول رایه ورکړي.

په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې تبعیض او بې باوري، منفي لید، په کور کې ساتل، د زده کړو مخنیوی او ښځو ته د دویم جنس په سترګه کتل د دې لامل ګرځي چې د ټاکنو په ملي بهیر کې کم رول ولوبوي او دغه کار د دې لامل شوی چې په کلیو او لرې پرتو سیمو کې ښځې په ټاکنو کې د ګډون لپاره نوم لیکنه ونه کړي.

 په همدې مهال یو شمېر مېرمنې د هېواد په بېلا بېلو ولایتونو کې د ټاکنو له خپلواک کمېسیون څخه شکایت کوي چې تر اوسه یې په کلیو کې په ټاکنو کې د ښځو د ګډون په اړه د عامه پوهاوي هېڅ پروګرام نه دی ترسره کړی.

 په ورته وخت کې یو شمېر هغه ښځې چې نوم لیکنه یې کړې ده وايي، د خپلې خوښې د کاندید په ګټه د رایې د کارولو واک نه لري او د کورنۍ د مشرانو له خوا ورته امر کېږي چې مشخص نوماند ته رایه وړکړي.

 د هرات ولایت د انجیل ولسوالۍ یوې اوسېدونکې ریحانې چې د ټاکنو د ترسره کېدو د وخت په اړه یې هېڅ معلومات نه لرل پژواک خبري اژانس ته وویل: ((د ټاکنو په اړه معلومات نه لرم د ورور په خبره مې لاړم او نوم لیکنه مې وکړه.))

 په فاریاب ولایت کې د دولتي ادارې کارکوونکې نظیفې پژواک خبري اژانس ته وویل، په ټاکنو کې د ګډون لپاره یې دویمه تذکره اخیستې او سټېکر یې پرې لګولی دی، ځکه د طالبانو له ډاره یې په لومړنۍ تذکره سټېکر نه دی لګولی.

 هغې هم وویل چې د ټاکنو د ترسره کېدو په اړه پوهاوی ډېر کم دی او ښځو ته د رایې ورکولو په اړه هېڅ معلومات نه دي ورکړل شوي.

 نوموړې زیاته کړه، له ټاکنو سره ځانګړې علاقه نه لري ځکه هغه چا ته چې دې په تېره دوره کې رایه ورکړې وه ونه شواى کولی چې د خلکو ښه استازيتوب وکړي.

نوموړې زیاته کړه: ((که رایه هم ورکړو دا ځل داسې چاته رایه ورکوم چې پنځه زره افغانۍ راکړي.))

د بامیانو اوسېدونکې مېرمن سفینې وویل، سره له دې چې په ټاکنو کې د ګډون قصد لري خو د ولسي جرګې د ټاکنو په پایلو بې باوره ده.

 نوموړې ناامني د ټاکنو پر وړاندې لویه ستونزه بولي او وايي، د هېواد روان وضعیت ته په کتو باور نه لري چې ښځې دې په ټاکنو کې پراخ ګډون وکړي.

 د غور ۳۶ کلنې اوسېدونکې بي بي ګل وویل، په فېروزکوه ښار کې یې د رایې ورکولو په یوه مرکز کې نوم لیکنه کړې خو د ټاکنو د بهیر په اړه پوره معلومات نه لري.

 دغه راز د بدخشان ولایت د فیض اباد ښار د پنځمې ناحیې اوسېدونکې ۲۵ کلنې مریم پژواک خبري اژانس ته وویل: ((ما د رایې ورکوونکو د نوم لیکنې په بهیر کې ګډون کړی خو وینم چې د راتلونکو ټاکنو د ترسره کېدو د څرنګوالي په اړه معلومات ډېر ضعیف دي.))

 هغه په دې باور ده چې که زیاتره رایې ورکوونکو په ځانګړې توګه ښځو ته د ټاکنو په ورځ د رایې کارولو د څرنګوالي په اړه پوهاوی ور نه کړل شي زیاتره ښځې نه شي کولی له خپلو رایو لازمه استفاده وکړي.

 د ارزګان ولایت د چورې ولسوالۍ یوې اوسېدونکې شمسیې وویل: ((زموږ په کور کې هېځ مېرمن تذکره نه لري موږ بې سواده یو دلته یوازې هغو مېرمنو ته تذکره اخیستل کېږي چې حج ته د تلو پلان ولري.))

 نوموړې زیاته کړه، کله چې یوه ښځه تذکره ونه لري طبیعي ده چې په ټاکنو کې ګډون نه شي کولی.

 بلخوا د زابل اوسېدونکې نورزیې وویل، رسنۍ ځینې وخت د ټاکنو په اړه معلومات ورکوي، خو د بې سوادۍ او په سیمه ییزه ساده ژبه د معلوماتو د نه خپرېدو له امله ترې مفهوم نه شي اخیستلای او د ټاکنو د بهیر په اړه پوره معلومات نه لري.

 نوموړې دې ته په اشاره چې په ټاکنو کې د ګډون لپاره یې نوم لیکنه کړې وویل: ((په پېژندپاڼه مې سټېکر وهلی خو د رایې ورکوونکو د نوم لیکنې له بهیر څخه د معلوماتو د نه لرلو له امله مې لومړۍ د مېړه تذکره یوړه، دویم ځل مې د خپلې تذکرې کاپي او درېیم ځل مې خپله اصلي تذکره یوړه او سټېکر مې پرې ولګولو.))

 نوموړې زیاته کړه، قصد لري چې رایه ورکړي خو نه پوهېږي چې څنګه او چاته رایه ورکړي.

 د پکتیا ولایت د ګردېز ښار د زاهو سیمې اوسېدونکې زرمینې دې ته په اشاره چې زیاتره ښځې او نجونې د ټاکنو د بهیر، نوماندانو، کمپاین او د ټاکنو د ورځې په تړاو پوره معلومات نه لري وویل: ((په ټاکنو کې د ګډون لپاره مې تذکره سټېکر کړې ده خو د ټاکنو په اړه معلومات نه لرم او د کور له نارینه وو سره په مشوره یوه کاندید ته رایه ورکوم.))

 د بلخ اوسېدونکې ریبا زیاته کړه: ((نه غواړم چې د ټاکنو په ورځ د رایو صندوق ته لاړه شم، ځکه زما لپاره ټاکنې ارزښت نه لري او زما په یوه رایه د ټاکنو پایلې نه بدلېږي.))

 

خو د لوګر ولایت د مرکز ابچکان سیمې اوسېدونکې عابدې په ټاکنو کې ګډون یوه هیله وبلله او پژواک ته یې وویل، د ستونزو سربېره وتوانېدله چې د رایې ورکوونکو د نوم لیکنې په بهیر کې ګډون وکړي او په خپله او د مور په تذکره سټېکر ولګوي، خو نوموړې اندېښنه څرګنده کړه چې د ټاکنو د بهیر په اړه پوره معلومات نه لري چې څه وخت او څه ډول تر سره کېږي.

نوموړې دې ته په اشاره چې د ښځو د رایو زیاتره واک یې د کورنۍ د لویانو په لاس کې دی زیاته کړه، خپله او د کورنۍ نورې ښځې یې په رایه ورکولو نه پوهېږي، ښځو ته باید معلومات ورکړل شي تر څو د خپلې خوښې نوماند ته رایه ورکړي.

 د پکتیا اوسېدونکې دورخانۍ هم  د تذکرې او کارولو واک د خپل مېړه وباله او ویې ویل: ((مېړه مې په تذکره سټېکر لګولی خو زه مې د تذکرې په شا د سټېکر لګولو په موخه هم نه پوهېږم، تذکره مې له مېړه سره ده او خوښه یې چې هر ډول استفاده ترې کوي و دې کړي.))

ټولنیز مدني فعالان

 د هرات ولایت مدني فعالې ملالۍ علوي وویل: ((په شفاف ډول د راتلوونکو ټاکنو تر سره کېدو ته خوشبینه نه یم، ځکه د ټاکنو خپلواک کمېسیون د رایې ورکوونکو د نوم لیکنې په جریان کې پراخ او اغېزمن پروګرامونه نه لرل.))

 د دایکنډي ولایت مدني فعالې لیلا حسیني هم وویل، لکه څنګه چې باید خلکو په ځانګړې توګه ښځو ته پوهاوی ورکړل شوی واى نه دى شوى.

 هغې د ټاکنو بهیر په اړه د ښځو له نه پوهېدو څخه په اندېښنه وویل، په زیاتره ولسوالیو کې ښځې بېسواده دي، که پوهای ورنه کړل شي له رایې ورکولو پاتې کېږي.

د ولسي جرګې د کاندیدانو لیدلوری

 له کابل ولایت څخه ولسي جرګې ته نوماند تفسیر سیاه پوش په کلیو او بانډو کې ښځو ته د ټاکنو په اړه د پوهاوي په ورکولو نیوکه وکړه او ویې ویل، د ټاکنو کمېسیون باید څو میاشتې مخکې عامه پوهاوي پروګرام پیل کړی وای، ځکه په اطرافو کې ښځې اصلاً د ټاکنو په اړه معلومات نه لري.

 هغه د پوهاوي د پروګرامونو پيل ناوخته وباله او له حکومت، د ښځو چارو وزارت او د ټاکنو له خپلواک کمېسیون څخه وغوښتل چې ټولو هېوادوالو په ځانګړې توګه ښځو ته دې پوهاوی ورکړي.

 له میدان وردګ ولایت څخه ولسي جرګې ته نوماندې روهینا ولي زۍ پژواک ته وویل: ((خپله کاندیده یم، سم پوهاوی مې نه درلود خو د سیمینارونو او ورکشاپونو له لارې مې د پوهاوي سطحه لوړه کړه، د ټاکنو خپلواک کمېسیون باید له هرې لارې چې کېږي د ښځو او نارینه وو لپاره د پوهاوي ورکولو زمینه برابره کړي تر څو دوی په ټاکنو کې ګډون وکړي.))

 په ورته وخت کې له اروزګان ولایت څخه ولسي جرګې ته کاندیدې هاجرې اریوبي د ښځو په نه پوهاوي په ځانګړې توګه د ټاکنو په اړه اندېښنه ښکاره کړه او ویې ویل، ښځې په ټاکنو کې د ګډون د څرنګوالي په اړه هېڅ معلومات نه لري.

 هغې په یاد ولایت کې د ناامنۍ له امله په حکومت نیوکه وکړه او ویې ویل، لوموړی باید امنیت خوندي شي او وروسته د ټاکنو په اړه پوهاوی ورکړل شي.

 له لوګر ولایت څخه ولسي جرګې ته نوماندې هما احمدي زیاته کړه: ((د ټاکنو کمېسیون د عامه پوهاوي کمېسیون لري هغه ته معاش ورکوي، باید لاړ شي او په ټولو سیمو کې خلکو ته پوهاوی ورکړل شي، ترڅو خلک په ټاکنو کې ګډون وکړي او خپل استازي وټاکي، ټاکنې یوه ملي پروسه ده او دا د خلکو حق دی چې له دې پروسې څخه معلومات ولري.))

 احمدي په پوهنتونونو او ښوونځیو کې له استادانو هم وغوښتل چې د ټاکنو د بهیر او د رایې ورکولو د څرنګوالي په اړه شاګردانو ته پوهاوی ورکړل شي.

 له بدخشان ولایت څخه پارلمان ته کاندیدې ستورۍ یزدان وویل، له بده مرغه په بدخشان ولایت کې د خلکو په ځانګړې توګه ښځو د پوهاوي سطحه ډېره ټیټه ده او خلک نه پوهېږي چې رایه څه ډول وکاروي او او چاته رایه ورکړي، او د زیاتره دولتي او نادولتي ادارو کارکوونکو د ناامنۍ له امله له خپلو تذکرو سټېکر لرې کړي او غورځولي دي تر څو پر لارو د طالبانو لاس ته ورنه شي او دوی ته ستونزه جوړه نه شي.

 نوموړي زیاته کړه: ((موږ له دې امله سخت اندېښمن یو ځکه په لرې پرتو کلیو او بانډو کې خلک د ټاکنو په اړه هېڅ نه پوهېږي که رایه هم ورکړي داچې د رایې ورکولو په طریقه نه پوهېږي کیدای شي رایه یې باطله شي. د ټاکنو کمېسیون د پوهاوي ورکولو په برخه کې بې تفاوته پاتې دی او په دې برخه کې یې هېڅ کار نه دی کړی.))

 د ټاکنو څارونکي بنسټونه

 د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو د موسسې(فیفا) اجرايیه رییس یوسف رشید دې ته په اشاره چې دوی هم د ټاکنو په اړه د خلکو په ځانګړې توګه مېرمنو د نه پوهاوي له امله اندېښمن دی وويل: (( محدود فعالیتونه په ځانګړې توګه د پوهاوي ورکول اغېزمن نه دی او د بهیر په ګټه نه دي.))

 نوموړي د دې په روښانولو چې غفلت په ځانګړې توګه د ټاکنو په اړه د ښځو نه پوهېدل په ټاکنو کې د ښځو د ګډون د کمېدو سبب ګرځي وویل، پوهاوی یوازې د ټاکنو بهیر په اړه د خلکو معلومات نه زیاتوي، بلکې په دې بهیر باندې د خلکو باور زیاتوي او خلک په شور او شوق د ټاکنو په بهیر کې برخه اخلي.

 نوموړي دې ته په اشاره چې د ټاکنو اوسنی پوهاوی اغېزمن نه دی وویل، څو ځله مې له اړوند بنسټونو وغوښتل چې پوهاوی ورکول د یو دوامداره بهیر په ډول مخته بوځي.

 هغه روښانه کړه : ((ښځې په لومړي قدم کې د نه پوهاوي تر اغېز لاندې دي او د دوی نه پوهېدل د دې لامل کېږي چې دوی له خپلو سیاسي او مدني حقونو څخه ناخبرې وي،هر تصمیم چې د کورنۍ مشران نیسي دوی یې مني او د هغوی تر فشار لاندې راځي، د درک او پوهې قدرت یې ډېر محدود دی او له حقونو یې منع کېږي او دې ته مجبورېږي چې د خپلو مشرانو امر ته غاړه کېږدي او هغه کسانو ته رایه ورکړي چې لویان یې غواړي.))

د ټاکنو خپلواک کمېسیون

 د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مرستیال ویاند وویل چې دغه کمېسیون له تېرو دوه ورځو راهیسې هېوادوالو په ځانګړې توګه ښځو ته د ټاکنو په اړه د پوهاوي ورکولو پروګرامونه پیل کړي دي او د ټاکنو تر ورځې به دوام ولري.

 هغه زیاته کړه چې په ټاکنو کې ګډون ته د نارینه وو او ښځو هڅول، د رایې ورکولو څرنګوالی او نور هغه پرواګرامونه دي چې له بېلا بېلو لارو لکه تلوېزیون، راډیو، ورځپاڼو، ټولنیزو شبکو، تبلیغ کوونکو، چاپي موادو، پوسټرونو او ویډیوګانو څخه خلکو ته پوهاوی ورکول کېږي.

 نوموړي وویل، شاوخوا ۸۰۰ بلبورډونه د ولایتونو په مرکزونو، ښارونو، بندرونو او ولسوالیو کې نصب کېږي او ۹۰۰ فلېپ چارټونه د عامه پوهاوي د مبلغینو، ۴۲۰ زره پوسټرونه، ۸۰۰ زره معلوماتي پاڼې او یو ميلیون او ۲۰۰ زره بروشور د خلکو د پوهاوي لپاره د ولایتونو، ولسوالیو او کلیو په مرکزونو کې چاپ شوي دي.

 سادات د ټاکنیزو معلوماتو لپاره  د ريګان ۱۹۰ معلوماتي مرکز د جوړېدو خبر ورکړ او ویې ویل، دغه مرکز ۶۰ کارکوونکي لري او د سهار له ۷ بجو څخه د ماښام تر ۸ بجو د ټاکنو په اړه د خلکو پوښتنې ځوابوي.

 د ټاکنو کمېسیون مرستیال ویاند دې ته په اشاره چې ځينې دولتي بنسټونه هم په دې برخه کې مرسته کوي زیاته کړه، د حج او اوقافو او ښځو چارو له وزارتونو او نورو اړونده ادارو څخه غوښتنه شوې چې د ولایتونو په مرکزونو، کلیو او بانډو کې باسواده او بې سواده ښځو ته پوهاوی ورکړي.

 

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version