Pajhwok Afghan News

د غزني د اتو ولسوالیو بشپړ کنټرول له وسله والو طالبانو سره دی

غزني ښار (پژواک، ٧ لړم ٩٧): د غزني ولايتي شورا مرستيال وايي چې د دغه ولايت د اتو ولسواليو بشپړ کنټرول له وسله والو طالبانو سره دى او د پنځو نورو يې بيا يواځې مرکزونه د حکومت په لاس کې دي.

دغه څرګندونې د غزني د ولايتي شورا مرستيال امان الله کامراني د لړم په اوومه پژواک خبري اژانس ته وکړې.

هغه وويل چې په سقوط شوو ولسواليو کې رشيدان، خواجه عمري، زنخان، جغتو، اجرستان، خوږياڼي، دهيک او واغظ شامل دي.

د کامراني د معلوماتو له مخې، د اندړو، قره باغ، ګيرو، ګيلان او اب بند ولسواليو بيا يواځې مرکزونه له حکومت سره دي.

ده وويل چې جاغوري، مالستان او ناهور ولسوالۍ امنې دي خو لويې لارې يې بيا د طالبانو په کنټرول کې دي.

هغه زياته کړه: ((که حکومت د غزني امنيت ته جدي پاملرنه ونه کړي، نو کيداى شي يو ځل بيا له سقوط سره مخ شي.))

دغه راز د قره باغ ولسوالۍ اوسېدونکي رحمت الله پژواک ته وويل چې له څو مياشتو راهيسې دغه ولسوالۍ د طالبانو له لوري کلابنده شوې ده.

هغه وايي چې طالبانو د کندهار-کابل لويه لار هم د غزني په قره باغ، اب بند او مقر ولسواليو کې تړلې ده.

ده زياته کړه: ((زموږ د ولسوالۍ شاوخوا ته طالبان پراته دي، څو ځلې کومکي ځواکونه هم راغلل خو ولسوالۍ کې دننه پراته دي او تر اوسه نه دي وتلي.))

همدارنګه د غزني- کندهار لويې لارې يوه موټر چلوونکي سميع الله پژواک ته وويل چې طالبانو پر دې لويه لار څو ځايه چک پاينټتونه جوړ کړي دي.

دى وايي: ((څو ځايه پلچکونه هم خراب شوي، موږ مجبور يو چې په خامه لارو تګ راتګ وکړو.))

د دغه ولايت يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې.

په دې اړه د غزني والي وحيدالله کليمزي وويل چې په دې وروستيو کې په دغه ولايت کې امنيتي وضعيت خراب شوى دى.

والي زياته کړه چې غزني کې د امنيت د ټينګښت په موخه يې له امنيتي ځواکونو سره يوځاى هلې ځلې پيل کړي دي.

دغه راز د غزني امنيه قوماندان مل پاسوال غلام داوود تره خيل پژواک ته وويل چې د دغه ولايت د لويو لارو د امنيت د تامين په موخه يې عمليات پيل کړي دي.

هغه وايي: ((په لويو لارو کې به پوستي جوړې کړو او زموږ د کومانډو ځواکونو په چاپو کې ګڼو طالبانو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.))

قوماندان د ولسواليو د سقوط په اړه څه ونه ويل خو زياته يې کړه چې هغو ولسواليو ته به ډيره توجه وکړي چې دا مهال يې امنيت له سختو ګواښونو سره مخ دى.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي خو تر دې وړاندې د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته ويلي و چې د غزني ولايت ډيرې سيمې له طالبانو سره دي.

د يادونې ده، شاوخوا درې مياشتې وړاندې وسله والو طالبانو په غزني ښار بريد وکړ چې له څو مهمو دولتي ادارو پرته نورې ټولې سيمې ونيولې.

Views: 0

Exit mobile version