ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طالبان د غزني پر شپږو ولسوالیو بشپړ کنټرول لري

طالبان د غزني پر شپږو ولسوالیو بشپړ کنټرول لري

author avatar
25 Sep 2018 - 12:06
طالبان د غزني پر شپږو ولسوالیو بشپړ کنټرول لري
author avatar
25 Sep 2018 - 12:06

غزني ښار (پژواک، ٣ تله ٩٧): د غزني د ولايتي شورا غړي او ځيني خلک وايي چې د دغه ولايت د شپږو ولسواليو کنټرول بشپړ له وسله والو طالبانو سره دى، خو حکومتي چارواکي بيا وايي چې يواځې درې ولسوالۍ له طالبانو سره دي.

د غزني د ولايتي شورا غړي عبدالباري شلګري د تلې په درېيمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې پر غزني د وسله والو طالبانو له بريد وروسته شپږ ولسوالۍ هم طالبانو نيولې دي.

شاوخوا يوه نيمه مياشت وړاندې وسله والو طالبانو پر غزني ښار ډله ييز بريد وکړ، جګړې پنځه ورځې دوام درلود چې په ترڅ کې يې سلګونو ملکي وګړو، سرتېرو او طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته.

د شلګري د معلوماتو له مخې، دا مهال د ده يک، خواجه عمري، اجرستان، جغتو، رشيدان او ناوې ولسواليو بشپږ کنټرول له طالبانو سره دى.

دغه راز د اجرستان ولسوالۍ اوسېدونکي رحيم الله چې دا مهال په غزني ښار کې اوسېږي، پژواک ته وويل چې طالبانو د دوى ولسوالۍ په بشپړه توګه نيولې ده.

هغه وويل: ((له ډېر وخت نه زموږ پر ولسوالۍ جنګونه وو، ډېرو خلکو کډه هم وکړه خو په دې وروستيو کې ټوله ولسوالي طالبانو نيولې ده او حکومتي سرتېري په کې نشته دي.))

همدارنګه د غزني ښار اوسېدونکي رحمت الله پژواک ته وويل، د کومو ولسواليو کنټرول چې له طالبانو سره دى، حکومت يې مرکزونه غزني ښار ته انتقال کړي دي.

هغه اندېښنه وښوده او ويې ويل: ((که چېرې حکومت دغه ولسوالۍ بېرته ونه نيسي، د غزني ښار امنيت به همداسې له ګواښ سره مخ وي او امکان شته چې غزني ښار هم سقوط وکړي.))

د دغه ولايت يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې.

خو د غزني حکومتي چارواکي بيا وايي چې يواځې د درېيو ولسواليو کنټرول له طالبانو سره دى.

د غزني د والي وياند محمد عارف نوري پژواک ته وويل چې د اجرستان، خواجه عمري او ناوې ولسواليو کنټرول له طالبانو سره دى.

نوري وايي چې امنيتي ځواکونو د تاکتيکي حرکت په ترڅ کې خوږياڼو ولسوالۍ پرېيښې وه خو هغه بېرته نيولى ده او دا مهال په کې ځواکونه مېشت دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.