ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

«په کابل کې د تازه ګلونو تر ټولو زیات پېرېدونکي نجونې دي»

30 Jan 2019 - 19:33
30 Jan 2019 - 19:33

کابل (پژواک، ۱۰ سلواغه ۹۷): د کابل یو شمېر ګل پلورونکي په دې وروستیو کلونو کې د ګل پلورنې د کسب د ښه کېدو او له ګلانو سره د خلکو د مینې زیاتېدو خبر ورکوي او وايي، د ګلانو د ډولونو د ودې او پالنې لپاره باید مسلکي کسان و روزل شي څو د ګلانو د وارداتو مخنیوی وشي.

سره له دې چې د ژمي موسم سوړ او خاموشه وي، خو د شهرنو د «ګلفروشي» مشهوره کوڅه کې دا خاموشي نه تر سترګو کېږي او سلګونه کسان خپلو دوستانو ته د لاسي ګلانو د ډالۍ کولو لپاره دې کوڅې ته راځي.

که څه هم په دې ورځو کې اسماني نعمت «واورې» د کابل ښار او غرونو ته سپين پوښ ورکوي، خو د ګلفروشۍ په کوڅه کې بېلا بېل او رنګارنګ ګلونه زیات شوي او هر لاروی ځان ته جذبوي څو د یو ګېډۍ ګلانو په پېرولو سره يو زړه خوښ او چاته ډالۍ ورکړي.

دې ته په کتو چې د نورو هېوادونو په پرتله په افغانستان کې د ګل ډالۍ کولو کلتور دومره رواج نه دی، خو په کابل او څو نورو ولایتونو کې د تازه ګل ډالۍ کول پر یوه کلتور بدل شوى دى.

تر دې مخکې خلکو دوستانو او ملګرو ته مصنوعي او پلاستیکي ګلان ډالۍ کول.

د کابل د شهرنو په ګلفروشۍ کوڅه کې د «شقایق» ګل پلورنځي مالک چې له تېرو ۱۱ کلونو راهیسې په دې کسب بوخت دی، پژواک خبري اژانس ته وویل، په دې وروستیو کلونو کې له تازه ګلانو د خلکو هرکلى زیات شوی دی، خو دې برخې ته د نه پاملرنې او مسلکي کسانو د نه شتون له امله افغانستان د بهرنیو هېوادونو په بازارونو پورې تړلی دی.

د هغه په خبره، په دې وروستیو کې د تازه ګلانو ډالۍ ډېره زیاته شوې او شاوخوا ۸۰ سلنه خلک له تازه ګلانو استفاده کوي.

نوموړي زیاته کړه، اووه کاله مخکې په دې کوڅه کې څلور ګل پلورنځي وو، خو اوس د بازار تقاضا او له تازه ګلانو د خلکو هرکلي ته په کتو اوس ۴۶ ګل پلورنځي موجود دي.

هغه روښانه کړه چې اوس د ګلفروشۍ پر کوڅې سربېره په کوټه سنګي، دشت برچي، پل سوخته، پل سرخ، مکروریانو، خیرخانې او کارته نو کې ګل پلورنځي د ګلانو په خرڅلاو مصروف دي.

د ده په خبره، له تازه ګلانو څخه د واده لپاره د موټر په ګل پوش، د سالونونو په ښايست، د ویاندۍ د مېز، د خوښۍ د محفلونو، د تبریکۍ، د ناروغانو د پوښتنې او د کورونو د هوا د د بدلون لپاره استفاده کېږي.

نوموړي ادعا وکړه چې د تازه ګلانو تر ټولو زیاتې پېرېدونکې نجونې دي.

احمدي روښانه کړه، سره له دې چې له ایران، پاکستان، هند او هالنډ څخه د ګلانو راوړل ډېر لګښت غواړي، خو دوی اړ دي چې د خپلو پېرېدونکو د توجه د جذب لپاره د ګلانو ځينې ډولونه لکه ګلیدون، مرسل او مېخک ولري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version