ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په غور کې د نجونو د یوه ښوونځي ودانیزې چارې له تېرو اتو کلونو نیمګړې پاتې دي

31 Mar 2019 - 17:22
31 Mar 2019 - 17:22

فېروزکوه (پژواک،۱۱ وری ۹۸): د غور ساغر ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وايي چې د نجونو د یوه ښوونځي د بنسټ ډبره له نږدې اتو کلو راهيسې اېښودل شوې او د لومړي پوړ ستنې یې سر ته رسېدلې، خو له هغه وخت راهيسې د ناڅرګندو لاملونو له امله يې کار په ټپه ولاړ دی.

د غور ساغر ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې نږدې دوه زره نجونې د دې ولسوالۍ په مرکز کې د ښوونځي ودانۍ او درسي خونو نه شتون له امله، تر شنه اسمان او د لمر تر مستقیمو وړانګو لاندې زده کړې کوي.

د غور ولایت ساغر ولسوالۍ اوسېدونکي محسن کریم زاده له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وویل، سره له دې چې د دغه ښوونځي زده کوونکې د نورو ښوونځيو په تناسب زیات دي، خو د ودانۍ او درسي خونو نه شتون له امله د زده کړو بهیر اغېزمن شوی دی.

هغه وویل: ((حکومت، اته کاله وړاندې د دغه ښوونځي د بنسټ ډبره کېښوده او د لومړي پوړ پايې یې سر ته ورسېدې او موږ خوشحاله شو چې ماشومان او تنکي ځوانان به مو له تاوده لمره وژغورل شي او په درسي خونو کې به زده کړې کوي، خو له هغه مهال راهیسي تر اوسه د ښوونځي ودانیزې چارې سرته نه دي رسېدلې.))

د سیمې بل اوسېدونکي غلام غوث وویل چې د دغه ښوونځي ودانۍ زړه شوې وه، خو زده کوونکو په هماغو درسي خونو کې زده کړې کولې، خو یاده ودانۍ یې ویجاړه کړه او پر ځای یې د نوې ودانۍ بنسټ ډبره کېښوده، حکومت زموږ ماشومان له هغه سيوري هم بې برخې کړل.

نوموړي له حکومته غوښتنه وکړه چې د یاد ښوونځي رغنيزې چارې دې بشپړې کړي څو زده کوونکي په ارام چاپېریال کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.

د غور ولایتي شورا مرستیال عبدالرحمن عطشان د دې ننګونې په تایید سره وویل چې په غور کې یوازې دغه ښوونځی نه دی چې ودانیز کارونه یې نابشپړ پاتې دي، بلکې حکومت د غور په زیاتو سيمو کې خپلې پروژې نابشپړې پرېيښې دي.

هغه زیاته کړه: ((که حکومت د کیفیت لرونکي معارف په لټه کې وي، باید په غور کې د ښوونځیو نابشپړې ودانیزې چارې بشپړې کړي او کوم ښوونځي چې ودانۍ نه لري، ودانۍ ورته جوړې کړي.))

په ورته مهال د غور ولایت د پوهنې رییس احمد صابر هم مني چې د دغه ولایت په ساغر ولسوالۍ کې د نجونو لېسې ودانیزې چارې چې د جوړولو لګښت یې ۱۷۵زره امریکايي ډالر اټکل شوی و، په ټپه درېدلې دي.

هغه زیاته کړه: ((دغه ښوونځی د نړیوال بانک د ۱۳ پروژو له ډلې دی چې رغنیزې چارې یې له څو کلو راهيسې لا هم سر ته نه دې رسېدلې او د دې لېسې زده کوونکي تر خېمو لاندې زده کړې کوي.))

نوموړي د دغه مطلب په څرګندولو سره چې د دغه ښوونځي د بیا جوړولو تړون لاسلیک شوی دی.

هغه وویل چې دغه ښوونځي به په دوو پوړونو کې چې ۱۶ درسي خونې به ولري، په پوخ او بنسټیز ډول د لس جریبه په مساحت کې جوړ شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version