ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د نا امنیو له امله غزني کې ۲۳ ښوونځي او دیني مدرسې تړل شوي

27 May 2019 - 14:11
27 May 2019 - 14:11

غزني ښار (پژواک، ٦ غبرګولى ٩٨): په غزني ولايت کې د ټولنيزو ستونزو، نا امنۍ او د زده کوونکو د نه ورتګ له امله ٢٣ ښوونځي او ديني مدرسې د زده کوونکو پر مخ تړل شوي چې امله يې زرګونه زده کوونکي له زده کړو بې برخي دي.

غزني د افغانستان د نا امنو ولايتونو له ډلې دى چې له ١٨ ولسواليو ١٤ يې له لوړو امنيتي ګواښونو سره مخ دي او هره ورځ په کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړې وي چې دغو جګړو د نورو برخو تر څنګ د پوهنې پر بهير هم ناوړه اغېز کړی دی.

د اړوندې موضوع په اړه د غزني د پوهنې رييس مُحب الله انصار د غبرګولي په ٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، که څه هم په تېرو کلونو کې د دغه ولايت د پوهنې په برخه کې د پام وړ پرمختګونه شوي خو لا هم ډېرې ستونزې شته دي.

انصار د پرمختګونو په اړه وويل: ((پخوا زموږ د ښوونځيو شمېر ډېر کم و، خو اوس سلګونو ته رسيږي، لسګونه زره شاګردان په کې درس وايي، په دې برخه کې خلک هم پوره همکاري کوي.))

خو نوموړي پر وسله والو طالبانو نيوکه وکړه چې دپوهنې په بهير کې ښکاره لاسوهنې کوي چې دوی يې له ستونزو سره مخ کړي دي.

هغه د بېلګې په توګه وويل چې وسله وال طالبان کله د ښوونکو د ګومارنې او کله هم د درسي نصاب په برخو کې ستونزې جوړوي.

د انصار په وينا، دوی د قومي مشرانو په منځګړتوب کوښښ کوي چې دغه ستونزې هر څه ژر هوارې کړي.

د غزني د پوهنې رييس وايي چې په دغه ولايت کې د ټولنيزو ستونزو، نا امنۍ او ښوونځي ته د زده کوونکو د نه ورتګ له امله د ٦٤٨ ښوونځيو او ديني مدرسو له ډلې ٢٣ يې تړل شوي چې له امله يې زرګونه زده کوونکي له زده کړو بې برخي دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، د تړل شوو ښوونځيو په ډله کې د نجونو پنځه ښوونځي په ګيلان او يو يې په اندړو ولسوالۍ کې دى.

د هغه په خبره، د هغو سيمو ښوونځي هم تړل شوي چې د جګړو له امله يې اوسېدونکي نورو سيمو ته کډه شوي دي.

د غزني د پوهنې رييس څرګنده کړه چې د مسلکي ښوونکو کموالى او د ښوونځيو د ودانيو نه شتون د دوی اساسي ستونزې دي.

د انصار په وينا، په دغه ولايت کې شاوخوا پنځوس سلنه ښوونځي ودانۍ نه لري چې د دغو ښوونځيو ډېره برخه په اب بند، اجرستان، زنخان او ناوې ولسواليو کې دي.

هغه دا هم وويل، په پلان کې لري چې سږ کال د ١١٣ ښوونځيو لپاره نوې ودانې جوړې کړي.

دى وايي چې په لرو پرتو ولسواليو کې د ښوونکو د کمښت په برخه کې ستونزې لري چې د حل کولو لپاره يې هلې ځلې پيل کړې دي.

خو بل لور ته د غزني ښار اوسېدونکي رحمت الله مرجانخېل پژواک ته وويل چې په ډېر ولسواليو کې دا مهال يو شمېر داسې کسان د ښوونکو په توګه ګومارل شوي چې زده کړې يې تر شپږم ټولګو پورې دي.

هغه وايي: ((اول زه خپله لوړې زده کړې لرم، زه هېڅکله نه غواړم چې په کم معاش په لرو پرتو ولسواليو کې کار وکړم، لس زره پیسې ورکوي چې په دې نا امنۍ کې د لارې کرايه هم نه پوره کوي.))

دغه راز د غزني د ګيلان ولسوالۍ اوسېدونکي حاجي رحمت الله پژواک ته وويل چې د نا امنيو له امله په دې ولسوالۍ د نجونو ډېرى ښوونځي تړل شوي دي.

ده وويل: ((زما لوڼې مخکې مکتب کې وې، خو په دې  وروستيو کې ډېرې جګړې شوې اوس يې مکتبونه بند دي، ارام په کور ناستې دي.))

په ورته وخت کې د ده يک ولسوالۍ د عثمان سيمې اوسېدونکي روح الله پژواک ته وويل چې د دوی په سيمه کې ښوونځى نشته دى.

هغه زياته کړه: ((زما زامن بل لرې مکتب ته ځي خو هلته هم د دوئ مکتب ودانۍ نه لري چې دا يو لوى مشکل دي.))

همدارنګه د اندړو ولسوالۍ د ميري سيمې اوسېدونکي محمد شريف پژواک ته وويل چې څو کاله وړاندې په دې سيمه کې د نجونو لپاره ښوونځى جوړ شو.

ده وويل: ((کله چې لېسه جوړه شوه، خلکو په ډېره بيړه د خپلو لوڼو نومونه په کې ثبت کړل، خو کله چې پر اندړو بريد وشو نو څو ځاىه د نجونو ښوونځي وسوځول شول نو همدا و چې دغې لېسې بيا هيڅ فعاليت پيل نه کړ او تر ننه تړلى دى.))

بل لور ته د غزني په پوهنتون کې د ښوونې او روزنې پوهنځي د پښتو څانګې استاد نصیر احمد جلالې بیا نه یوازې د پوهنې چارواکي ملامتوي، بلکې وايي چې د پوهنې د ستونزو په برخه کې د سیمې خلک هم مسوول دي.

د هغه په وينا، دا ستونزې یوازې د پوهنې په چارواکو نه هوارېږي، باید د سیمې خلک هم د پوهنې د ستونزو د حل په برخه کې ډېرې مرستې وکړي.

جلالې وايي، که چېرې خلک وغواړي چې خپل ماشومان ښوونځیو ته واستوي او ښکېلو غاړو ته ووايي چې د پوهنې د پرمختګ مخه دې نه نیسې، نو دا ستونزې به یو څه هوارې شي.

نوموړى د غزني د پوهنې ریاست له چارواکو او قومي مشرانو غواړي چې قومې مشران دې له وسله والو طالبانو سره خبرې وکړي، څو په ټولو سیمو کې د ښوونځيو دروازې د زده کوونکو پرمخ خلاصې وي.

دغه راز د طالبانو ویاند ذبیح مجاهد هم د نا امنیو له امله د ښوونځيو او مدرسو تړل کېدل مني خو وايي چې د طالبانو له خوا په دې برخه کې کوم بندیز نشته.

هغه پژواک ته وویل چې د ښوونځيو بندېدل په ځينو سیمو کې د جګړو او له دې امله دي چې هلته د پوهنې کارکوونکي نه ورځي.

نووړي وویل: ((زموږ له خوا کوم بندیز نشته، البته خپله ټول وس ورسره کوو چې سهولتونه ورته برابر شي.))

د يادونې ده، په غزني کې ۶۴۸ ښوونځې دي، چې په کې نږدې ۷ سوه زره ماشومان، چې ۴۵ سلنه يې نجونې دي زده کړې کوي.

دغو زده کوونکو ته د ۵۱۰۰ رسمي او ۲۵۰۰ حق الزحمه ښوونکو له لوري زده کړي ورکول کیږي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version