ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان د سعودي پر یو ملکي هوایي ډګر د یمني حوثیانو برید وغانده

12 Jun 2019 - 20:48
12 Jun 2019 - 20:48

کابل (پژواک، ۲۲ غبرګولی ۹۸) : د افغانستان حکومت د یمني حوثي وسله والو پر سعودي عربستان هغه برید په کلکه غندلی، چې په ترڅ کې يې لسګونه مسافرین ټپیان شوي دي.

د سعودي دولتي اژانس د راپور له مخې، دا برید نن سهار وخته د ایران پلوه یمني حوثي وسله والو لخوا د سعودي عربستان پر ابها ښار توغندویي بریدونه شوي وو.

په راپور کې راغلي، چې یو توغندی د ابهار ښار د هوایي ډګر پر هغه سیمې لګیدلې، چیرته مسافرین له الوتکې څخه را ښکته کیدو وروسته د وتلو په حال کې و.

ځایی امنیتي مسوولینو ویلي، چې په دې برید کې د بیلاو بیلو هیوادونو ۲۶ مسافرین ټپیان شوي دي چې پکې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

له ارګ څخه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د افغانستان اسلامي جمهویت د سعودي عربستان په جنوب کې پر ملکي هوایي ډګر د حوثي یاغیانو راکټي برید چې له امله یې یو شمېر کسان ټپیان شوي دي، په سختو ټکو غندي.

سرچینې زیاته کړې، د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د دغې پېښې ټپیانو ته د بشپړې روغتیا د دعا ترڅنګ د سعودي عربستان دولت او خلکو ته د خواخوږۍ او یووالي مراتب وړاندې کوي او  له افراطیت او تاوتریخوالي ډکې کړنې په هیڅ ډول د توجیه وړ نه بولي.

د افغانستان د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميار هم دغه بريد غندلى دى.

هغه زياته کړې : (( دافغانستان دمشرانو جرګې په استازولۍ دسعودي له شاهي دولت اوملت سره خپله خواخوږي او خواشیني شریکوم او دغه ډول تروریستي برید دهیڅ تو جیه وړ نه بولم.))
مسلميار ويلي، داچې ګران افغانستان هم دا دوه لسیزې دجګړې قرباني دی او هره ورځ مو لسګونه هیوادوال په ترهګریزو بریدونو کې په شهادت رسیږي دنړۍ په هیوادونو او ملګرو ملتونو يې غږ کړى،  چې دتروریزم په مهار او ځپلو کې چارې همغږي او منسجمې کړي څو دنړۍ ولسونه دسولې.امن اوټیکاو په فضا کې سوله ییز ژوند وکړي.

بلخوا د طالبانو د ملا رسول ډلې د عالي شورا پخوانی غړی او ویاند مولوي عبدالرحمن نیازي هم دغه برید په کلکه غندلی دی.

هغه په یوه بیان کې ویلي، موږ دغه عمل غير اسلامي غير انساني بولو او دغه حمله په عالم اسلام حمله بولو.

ده ویلي، دافغانستان  مجاهد ولس به دحرمينو دفاع ته تل اوقرباني ته حاضر وي اودهر طاغوت په مقابله چي حرمينوته نقصان رسوي په ځان فرض بولي اودافغانستان ولس به تل دسعودي دحکومت او خلکوپه خوا ولاړ وي

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version