کابل (پژواک، ٧ مرغومى ٩٩): د افغانستان بهرنيو چارو وزارت د سعودي عربستان پر پلازمېنه رياض باندې د يمني حوثي وسله والو بريد غندلى دى.
د سعودي عربستان دولتي رسنۍ وايي چې د تېرې شنبې په ورځ يې پر رياض د يمني حوثي وسله والو د توغندويو او بې پيلوټه الوتکې بريد شنډ کړى دى.
د افغانستان بهرنيو چارو وزارت د سلواغې په ٧مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې دغه بريد په کلکه غندلى دى.
سرچينې زياته کړې، دا ډول ترهګريز بريدونه او د غير نظامي سيمې په نښه کول د اسلامي احکامو او له ټولو نړيوالو قوانينو خلاف کار دى.
په خبرپاڼه کې راغلي، د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د خپل ورور اسلامي هېواد سعودي عربستان پر وړاندې هر ډول ترهګريز بريدونه په کلکه غندي.
له دې مخکې امريکا، قطر، اماراتو او ګڼو نورو هېوادونو هم دغه بريد غندلى دى.
خو په يمن کې د حوثي وسله والو ډلې چې څو ځلې يې پر سعودي عربستان دا ډول بريدونه کړي، ويلي دي چې دا د هغوی کار نه دی.
د سعودي په مشرۍ ایتلاف له هغه وروسته د حوثي یاغیانو پر ضد او د یمن نړیوال پېژندل شوي حکومت په ننګه عملیات پیل کړل چې دغې ډلې د يمن مرکز صنعا ونيوه.
دا په داسې حال کې ده چې امريکا حوثي ياغيان ترهګره ډله اعلان کړې ده، خو ايران د دې ډلې پلوي کوي.
Views: 121
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن