ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طالبانو په لوګر کې د مخابراتي شبکو فعالیت له تېرو دوو اوونیو راهیسې بند کړی

12 Jun 2019 - 13:39
12 Jun 2019 - 13:39

پل علم (پژواک، ٢٢ غبرګولى ٩٨): د لوګر ولايت د مرکز او ځينو نورو سيمو اوسېدونکي وايي چې له تېرو دوو اوونيو راهيسې وسله والو طالبانو د شپې له مخې د مخابراتي شبکو فعاليت بند کړى چې له امله يې خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

په دې اړه د لوګر د مرکز پل علم د پورک سيمې اوسېدونکي اجمل د غبرګولي په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له شاوخوا ١٥ ورځو راهيسې مخابراتي شبکې د مازديګر له څلورو د سهار تر اووه بجو پورې کار نه کوي.

دى وايي: ((امنيتي مشکلات ډېر دي، د شپې څوک له کوره نه شي وتلى، نو مجبور دي په ټيلېفون خپل مشکل حل کړي خو دا څو ورځې کېږي چې ټيلېفون هم کار نه کوي.))

دغه راز د محمد اغې ولسوالۍ د مُغل خېلو سيمې اوسېدونکي جليل احمد پژواک ته وويل چې وسله والو طالبانو د شپې له مخې د مخابراتي شبکو پر فعاليت بنديز لګولى دى.

ده زياته کړه: ((دا يو غټ مشکل دى، د شپې هر ډول کار پيدا کېږي خو هېڅوک نه شي کولاى له چا سره اړيکه ونيسي.))

همدارنګه د لوګر د ولايتي شورا غړي سيد قريب الله سادات پژواک ته وويل چې د پل علم ښار په ډېرو لږو سيمو کې مخابراتي شبکې د شپې له مخې کار کوي.

هغه وايي: ((دا کار طالبانو پر شبکو کړى، هغو‌ی ډار لري چې د شپې له مخې افغان او بهرني ځواکونه د همدې ټيلېفون له لارې يې پيدا کوي نو ځکه يې شبکې غير فعاله کړې دي.))

د دغه ولايت يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې او له حکومته يې غوښتنه وکړه چې دغه ستونزه هواره کړي.

په دې اړه د لوګر د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ رييس عبدالرحمن ناصري پژواک ته ومنله چې د شپې له مخې مخابراتي شبکو خپل فعاليتونه بند کړي دي.

ناصري وايي چې د يادې ستونزې د حل په موخه يې د مخابراتي شبکو له مسوولينو سره خبرې کړې او هغوی يې د حل په برخه کې ژمنه کړې ده.

بل لور ته د لوګر د امنيې قوماندانۍ وياند شاپور احمدزي هم وويل چې د شپې له مخې په ولسواليو او ځينو نورو سيمو کې مخابراتي شبکې کار نه کوي.

هغه په دې اړه د نورو جزئياتو له ورکولو ډډه وکړه.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version