ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند او ګردېز کې چاودنو یو کس وژلی او اته نور یې ټپیان کړي

27 Jun 2019 - 18:55
27 Jun 2019 - 18:55

لښکرګاه- ګردېز (پژواک، ٦ چنګاښ ٩٨): په هلمند او ګردېز کې د ماين په چاودنو کې يو کس وژل شوى او ٨  نور ژوبل شوي دي.

په هلمند کې د پژواک اژانس خبريال او د پېښې شاهد وايي، دغه پېښه نن ماسپښين يوه بجه له ګرشک ولسوالۍ پر مسافر وړونکي سراچه موټر د سړک غاړې د ماين چاودنې له امله رامنځته شوې ده.

ده زياته کړه، په دې پېښه کې يو کس وژل شوی او څلور نور ټپيان شول چې ټپيان د ګرشک ايمرجنسي روغتون ته ولېږدول شول.

له بلې خوا نن د پکتيا په مرکز کې د چسپکي ماين په چاودنه کې ٤ کسان ټپيان شوي دي.

د ګردېز د لومړۍ امنيتي حوزې امر شېرين اغا اتل وايي چې چاودنه په سراچه موټر پسې نښلول شوي ماين له امله رامنځته شوې ده او د يوه ماشوم په ګډون په کې څلور کسان ژوبل شوي دي.

په کې ژوبل دى.

د دې پېښو مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version