لښکرګاه- ګردېز (پژواک، ٦ چنګاښ ٩٨): په هلمند او ګردېز کې د ماين په چاودنو کې يو کس وژل شوى او ٨ نور ژوبل شوي دي.
په هلمند کې د پژواک اژانس خبريال او د پېښې شاهد وايي، دغه پېښه نن ماسپښين يوه بجه له ګرشک ولسوالۍ پر مسافر وړونکي سراچه موټر د سړک غاړې د ماين چاودنې له امله رامنځته شوې ده.
ده زياته کړه، په دې پېښه کې يو کس وژل شوی او څلور نور ټپيان شول چې ټپيان د ګرشک ايمرجنسي روغتون ته ولېږدول شول.
له بلې خوا نن د پکتيا په مرکز کې د چسپکي ماين په چاودنه کې ٤ کسان ټپيان شوي دي.
د ګردېز د لومړۍ امنيتي حوزې امر شېرين اغا اتل وايي چې چاودنه په سراچه موټر پسې نښلول شوي ماين له امله رامنځته شوې ده او د يوه ماشوم په ګډون په کې څلور کسان ژوبل شوي دي.
په کې ژوبل دى.
د دې پېښو مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن